د پاکستان لومړي وزیر ویلي، په افغانستان کې دې اوسنی حکومت د پاکستان او يا د نوموړي په ټکو د ترهګرو ډلو ترمنځ يو غوره کړي.
شهباز شريف په افغانستان کې اوسني حکومت ته خبرداری ورکړی چې يا خو دې له پاکستان سره ودرېږي او یا د ده په وينا له ترهګرو سره.
هغه دغه څرګندونې په خیبرپښتونخوا کې د ۱۹ پاکستاني پوځيانو له وژل کېدو وروسته، د دوی د جنازې په مراسمو کې چې په بنو کې ترسره شول، کړې دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف زیاته کړې: « زه نن په واضح ډول د افغانستان حکومت ته وايم چې په دوو شيانو کې يو غوره کړي. که له پاکستان سره ريښتيا اړیکې غواړي، نو را دې شي؛ موږ ورته تيار يوو. خو که دوی غواړي چې د ترهګرو ملاتړ وکړي، نو بيا زموږ د افغانستان له حکومت سره هېڅ کار نه شته. د پاکستان پوځ به په هر صورت ترهګر له منځه یوسي.»
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د پاکستان د پوځ لوی درستز عاصم منير یې ترڅنګ ولاړ و. شهباز شريف تور پورې کړی چې د افغانستان له خاورې وسله وال ور اوړي او هلته بريدونه کوي.
شهباز شریف وړاندې ویلي: « له افغانستانه ترهګر پاکستان ته راځي او له پاکستاني طالبانو سره يو ځای، خوارج زموږ پوځيان، زموږ وروڼه، خويندې او ولسې وګړي وژني.»
د راپورونو له مخې، د تېرې جمعې په ورځ ۱۲ پاکستاني پوځيان په وزيرستان کې د تحریک طالبان پاکستان(ټي.ټي.پي) په یوه کمین کې ووژل شول او له دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ په دير کې ۷ پاکستاني پوځيان وژل شوي وو.
که څه هم اسلامي امارت د شهباز شريف وروستيو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې يې تل دا ډول تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې نورو ته زیان ورسوي.
د چارو څارونکي بیا وایي، د پاکستان ستونزې پخوانۍ دي او د اسلامي امارت له حکومت وړاندې موجودې وې، خو دوی هڅه کوي پړه یې پر اسلامي امارت ور واچوي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « پاکستان وارله مخې ستونزې لرلې. ان هغه وخت چې افغانستان کې جمهوري نظام و، په پاکستان کې ستونزې وزیږېدې، په ځانګړې توګه اقتصادي او سیاسي ستونزې. وروسته بیا په خیبرپښتونخوا کې د خپلو حقونو غوښتلو په تړاو د ولسونو خبرې نه اورېدو له امله، مختلف جنبشونه رامنځته شول.»
د چارو یو شمېر نور څارونکي بیا وایي، پاکستان له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د ترهګرو په روزلو کې مهمه ونډه لرلې او اوس هڅه کوي چې له دې ونډې سترګې پټې او د خپل بام واوري پر نورو ور واچوي.
د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « پاکستان تل په افغانستان کې تروریستي عملیات ترسره کړي؛ ۴۷ کاله کېږي چې د ترهګرو د روزلو مرکزونه په پاکستان دي، خو اوس دوی د خپل بام واورې پر افغانستان اچوي او وايي، ترهګرې ډلې دلته دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې مياشتې په وروستیو کې “پاکستان” په خوست او ننګرهار هوايي بريدونه وکړل. حکومت د دې بريدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار او خپل احتجاج یې ورته اورولی و.
د افغانستان حکومت هغه وخت وویل، په خوست او ننګرهار د پاکستاني پوځ د بې پیلوټه الوتکو بریدونو کې ولسي کورونه په نښه شوي او قربانیان یې تر ډېره ښځې او ماشومان دي.
د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « په پاکستان کې ډېرې ستونزې او نا امنۍ دي، خو دوی غواړي د پاکستان ولس ته وايي چې ستونزه افغانستان کې ده او له هغه ځایه دلته بریدونه کېږي. دا ناسمه خبره ده، دا هرڅه په پاکستان کې پلان کېږي او هملته عملي کېږي. پاکستان خپله د ترهګرو ځایه ده او د جوړولو فابریکې لري.»
په دې وروستيو کې په خيبرپښتونخوا، بلوچستان او ټول پاکستان کې امنيتي پېښې زياتې شوې دي. د اې.اېف.پي اژانس د شمېرو له مخې، د جنوري له لومړۍ نېټې نږدې ۴۶۰ کسان په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي چې ډېره برخه یې د امنیتي ځواکونو غړي دي.