Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چین شانګهای غونډې پرمهال د ځینو هېوادونو له استازو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې

چین شانګهای غونډې پرمهال د ځینو هېوادونو له استازو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/15

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیایونګ د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې چې د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې ترسره شوه، د افغانستان لپاره د روسیې، ایران او پاکستان له ځانګړو استازو سره ليدلي او د افغانستان پر اړوند مسايلو ورسره غږېدلی دی.

نوموړي په دې ليدنو کې د افغانستان د راتلونکي په اړه د ګډو همکاریو، تعامل او بیارغونې په بهیر کې د عملي ونډې پر اړتیا ټینګار کړی.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایونګ ویلي: « د تاجیکستان په دوشنبې کې د چین،روسیې، ایران او پاکستان ترمنځ څلور اړخیزې غونډې کې د ګډون له امله خوښ یم. ټولو ګډونوالو له افغانستان سره د ښکېلتیا او له بیارغونې سره يې د مرستې نظر شریک کړ.  دې غونډه کې دغه راز د افغانستان ثبات او پرمختګ لپاره د سیمې هېوادونو د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار وشو.»

پر دې لیدنې سربېره، هېوادونو له افغانستان سره پر رغنده تعامل او د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او په خبره یې، ستونزې او کشالې دې د خبرو له لارې حل او فصل شي.

د چارو شنونکي دا ډول لیدنې له افغانستان سره د اړیکو په پیاوړتیا کې اغېزناکې بولي او وایي، هېوادونه دې له افغانستان سره د تقابل پر ځای ريښتنی تعامل وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « افغانستان د سیمې په یوه داسې ځای کې موقعیت لري چې د منځنۍ او سوېلي آسیا ترمنځ د نښلوونکي پل حیثیت لري. که څه هم دا ډول ناستې پخوا هم شوې دي، خو زه فکر کوم غوره به دا وي چې دا هېوادونو د یوبل په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي. په ځانګړې توګه دا چې افغانانو هېڅکله د بل هېواد په چارو کې مداخله نه ده کړې، نورو ته هم اجازه نه ورکوي چې زموږ په کورنیو چارو کې مداخله وکړي او یا خپلې کورنۍ ستونزې پر موږ واچوي. زه امید کوم چې د سیمې د دایمي امنیت لپاره د متقابل احترام پر بنسټ له یو بل سره اړیکې ټینګې کړي.»

حکومت د دې لیدنو په تړاو تازه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې يې په وار وار له هېوادونو سره پر مثبتو اړیکو ټینګار کړی.

د نړیوالو اړیکو شنونکي بیا وایي، دا ناستې د افغانستان د دایمي سولې او ثبات لپاره مهمې دي او له هېوادونو غواړي چې د افغانستان له حکومت سره خپلې اړیکې پیاوړي کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « دا ډول ناستې د افغانستان لپاره د اعتماد جوړونې، اقتصادي همکاریو، بشري مرستو، د سیاسي انزوا کمولو او سیمه ییزو همکاریو له لارې کولی شي، دایمي ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي.»    

دا لیدنې داسې مهال دي چې دوې ورځې وړاندې د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې د شانګهای سازمان غړيو هېوادونو د امنیت، ثبات او پرمختګ لپاره له افغانستان سره د همکاریو پر ژمنتیا او د رغنده خبرو او اړیکو  پر پیاوړتیا ټینګار کړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist