Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 پکتیکا مرستیال والي:هره میاشت د ملکي ادارو مامورینو ته  ۱۰ زره افغانۍ فوق العاده تنخوا ورکول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/21

د پکتیکا ولایت مرستیال والي محب الله حماس وایي،د ټولو ملکي ادارو مامورینو ته هره میاشت د ولایت له بودیجې لس زره افغانۍ فوق العاده معاش ورکول کیږي.

حماس وايي، دغه پریکړه د مامورنیو اقتصادي ستونزو ته په کتو ترسره شوې او نږدې راتلونکې کې به ټولو مامورینو ته د پاتې میاشتو تثبیت شوې تنخوا هم ورکړل شي. 

حماس زیاته کړه:« د  پوهنې لوړو، لوړو زده کړو، روغتیایي کارکوونکو او په ټولییز ډول مو ټولو مامورینو ته لس لس زره افغانۍ د میاشتې فوق العاده تنخوا ورکړې او دا مو ورته ویلي،چې تثبیت شوې تنخوا هم درکول کېږي.»

بل پلو د یو شمیر ملکي ادارو مامورین بیا وايي، د ولایت مقام له لوري د څو میاشتو فوق العاده تنخوا ورکړل شوې او همدا راز یې ډاډ تر لاسه کړی،چې د پاتې میاشتو تثبیت شوې تنخوا به هم ترلاسه کړي.

پکتیکا کې د یوې ملکي ادارې یو تن کارکوونکی وايي:« د اسلامي امارت په راتلو سره له مامورینو سره اندیښنه وه،چې تنخواوې به نه ورکول کېږي. دا خبره ناسمه ثابته شوې ده، ټولو مامورینو ته  تشویقي تنخواوې ورکړل شوي دي.»

پکتیکا کې د یوې ملکي ادارې یو بل کارکووونکی وايي:«  موږ ته نور هم ډاډ را کړل شوی،چې د تېرو څو میاشتو پاتې تثبیت شوې تنخوا به رکړل شي.»

د پکتیکا مرستیال والي محب الله حماس وايي، مرکز ښرنه او ولسوالیو کې سلګونه کسان بېرته نظامي لیکو ته راغوښتل شوي او دا مهال بېلابېلو امنیتي ادارو کې پر دندو بوخت دي.

حماس زیاته کړه:« څو سوه کسان یعنې پخواني کارکوونکي،چې ډېری یې د پخوانۍ اردو دي راغوښتل شوي او دندې  تر لاسه کوي. ټولو پوځي کسانو ته مو احوال ورکړی دی،چې بېرته دې خپلو دندو ته را وګرځي.»

د پکتیکا مرستیال والي همدا راز وایي، ټولو هغو ملکي او پوځي کارکوونکو ته دندو ته د بېرته را ګرځیدو خبر ورکړل شوی،چې ښه کاري مخینه لري او اړتیا ده،چې یو ځل بیا ولس ته د خدمت فرصت تر لاسه کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist