راپورونه وايي،د یمن له لوري ډرون بریدونه د ابها په نوم پر نړیوال هوايي ډګر شوي دي،چې د سعودي په سویل ختیځ کې موقعیت لري.
ویل کېږي،چې د دغو هوايي بریدونو له امله چاته زیان نه دی اوښتی او کوم ځای یې هم نه دی ویجاړ کړی.
د سعودي عربستان پر مشرۍ ایتلافي ځواکونه بیا وايي، د خپل دفاعي سیسټم پر مټ یې دغه ډرون بریدونه شنډ کړي دي.
اخوا حوثي وسله والو تر دې دمه په سعودي عربستان کې پر دغه هوايي ډګر د ډرون بریدونو په تړاو څه ندي ویلي.
له تېرو څو میاشتو راهیسې د سعودي عربستان پر بېلابېلو سیمو د هوثیانو له لوري ډرون بریدونه کېږي،خو چاته په کې زیان نه اوړي.