Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: د نړیوالې ټولنې له بندیزونو سربېره د هېواد اقتصاد ثابت پاتې شوی

هند هڅه کوي دغه هېواد ته د امیرخان متقي سفر ترسره شي

admin by admin
2025/09/10

هند ته د بهرنیو چارو وزير مولوي امیرخان متقي د تېرې اګست میاشتې د سفر له لغوه کېدو وروسته، اوس د ياد هېواد ځینو رسنیو د دې سفر ترسره کېدا لپاره د هند حکومت د تازه هڅو خبر ورکړی.

‌د هند «ټایمز اف انډیا» ورځپاڼې راپور ورکړی چې هند هڅه کوي د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر نوموړي د سفر بندیزونه لغوه کړي او نوي ډيلي ته يې د سفر رسمي اجازه ترلاسه کړي.

د راپور یوه برخه: « د هند حکومت ښايي د ملګرو ملتونو سازمان له امنیت شورا وغواړي، څو پر امیرخان متقي د سفر بندیزونه لغوه کړي او هغه ته هند ته د تګ اجازه ورکړي.»

بل پلو، په قطر کې د اسلامي امارت سفیر د جګ پوړو چارواکو ترمنځ رسمي سفرونه او راشه درشه، د ګاونډ او سیمې له هېوادونو سره د متوازنو سیاسي او ډېپلوماټیکو اړیکو د رغښت لپاره مهم ګڼي.

سهیل شاهین د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري پر بهرنیو چارو وزير د سفر بندیزونه بې مانا ګڼي او له دې بندیزونو د ډېپلوماټيکې دستګاه د لوړ پوړو چارواکو مستثنا کېدو غوښتنه کوي.

شاهین په دې اړه وايي: « د افغانستان اسلامي امارت یو متوازن سیاست لري، د ګاونډیو او سیمې له هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي او له همدې امله د اسلامي امارت د لوړو پوړو چارواکو سفرونه او په ځانګړې توګه د هېواد د خارجه وزارت سفرونه اړین دي. حقیقت دا دی چې د هېواد پر خارجه وزیر محترم متقي صاحب چې دنده یې د ډېپلوماسۍ پرمخ وړل او اړیکې جوړول دي، سفري بندیزونه مانا نه لري او باید له دې بندیزونو مستثنا وي.»      

حکومت له دې وړاندې هم پر خپلو چارواکو د سفر بندیزونه ناعادلانه او د دوحې هوکړې خلاف کړنه بللې، نړیوالې ټولنې په تېره بیا ملګرو ملتونو دغه ګام د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د زده کړو او کار د حقونو نه رعایت کولو په غبرګون کې اخیستی.

د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور او د دې سازمان د پرېکړه لیکونو له مخې، یو هېواد کولی شي د دې سازمان د بندیزونو له کمېټې د بل هېواد د مهم چارواکي د لرې کولو غوښتنه وکړي، خو دا کار ځینو مهمو پروسو ته اړتیا لري.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « زه فکر کوم په هغه وخت کې چې د هند او امریکا ترمنځ یوڅه ستونزه موجوده وه او د امریکا له خوا د ګمرکي تعرفې لوړېدو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي کړکېچ موجود و. خو اوس زما په اند ټرمپ له مودې بښنه وغوښتنه او پر خپلې دوستۍ یې ټینګار وکړ، نو له همدې امله ښايي دا ځل متقي ته اجازه ورکړي چې هند ته سفر ولري.»     

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « دا چې متقي صاحب ته به د هند د سفر اجازه ورکړل شي که نه، دا د ملګرو ملتونو امنیت شورا دنده ده، خو ویل کېږي چې له دې سفر سره امریکا مخالفت کوي. په داسې حال کې چې د هند او امریکا اړیکې هم ښې نه دي، څرګنده نه ده چې هند به امنیت شورا دې ته متقاعده کړي چې د سفر اجازه ترې واخلي، خو دا خبره روښانه ده چې د هند او طالبانو اړیکې مخ په ښه کېدو دي.»             

دا داسې مهال ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۲۰۱۱زېږدیز کال کې د یوه پرېکړه لیک له مخې د اسلامي امارت ۱۳۵ مهم غړي د بندیزونه په لېست کې شامل کړل چې په کې د دوی د شتمنیو ضبط او پر سفرونو يې بندیز هم شامل دي، خو په دې ډله کې یو شمېر څېرو ته لنډمهاله او مشروط معافيت هم ورکړی.

په دې څېرو کې د بهرنیو چارو وزير مولوي امیرخان متقي په ګډون، رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د هغه مرستیالان، کورنیو چارو وزير، د اطلاعاتو او کلتور مخکېنی وزير او د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریيس شامل دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist