Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: تمه لرو تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې سوله وشي

خلیلزاد: افغانان باید د سولې لار ولټوي

admin by admin
2025/09/10

واک ته د اوسني حکومت د رسېدو څلورو کلونو له پوره کېدو وروسته، د افغانستان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد يو وار بيا د افغانستان د سولې بحث مطرح کړی.

نوموړي د څو لسيزو په اوږدو کې د جګړې له امله د مرګونو يادونه کړې او زياته کړې يې ده چې دا مرګونه بايد افغانانو ته خبرداری وي، ترڅو د سولې لار ولټوي.

خلیلزاد په دې اړه ویلي: « د تېرو ۴۵ کلونو په اوږدو کې د څو جګړو له امله د سلګونو زرو خلکو مړینه باید ټولو افغانانو ته یو خبرداری وي چې سولې ته لاره ولټوي.»

د سیاسي چارو شنونکي تېرې جګړې پر افغانانو تپل شوې بولي او زياتوي چې په خپله خوښه يې نه دي کړې.

دوی په يادو جګړو کې ځينې هېوادونه ښکېل ګڼي او باور لري چې د خپلو ګټو خونديتوب او ترلاسه کولو لپاره يې افغانستان د اور خوراک کړ.

د سیاسي چارو شنونکی واحدالله فقیري وايي: « په دې وروستیو کې د ښاغلي خلیلزاد ټویټونه ډېر شوي او داسې ښکاري چې نوموړی د جګړو له ډېرېدو اندېښمن دی او له همدې امله کوښښ کوي افغانانو ته ووایي چې افغانستان باید یوې بلې جګړې ته سوق نه شي؛ ځکه داخلي جګړې تباه کوونکې دي او د افغانستان په ضرر تمامېږي.»

ځينې نور شنونکي هم په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره د شرايطو پر برابرولو ټينګار لري او زياتوي چې اوسنی حکومت دې ځان ته د خلکو په نږدې کولو او د دوی د مشروع غوښتنو په منلو سره، د جګړې ټولې پلمې ختمې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « اوس د دې وخت دی چې د افغانستان ټول ښکېل اړخونه د سولې او سیاسي وضعیت د ښه کېدو او د اقتصادي ودې لپاره ګډ کار وکړي. زه فکر کوم د خلیلزاد د خبرو مانا هم همدا ده.»     

خليلزاد داسې مهال په افغانستان کې د تل پاتې سولې خبره کوي چې له دې وړاندې يې په سيمه کې د ترهګرۍ د ودې په اړه اندېښنه ښودلې وه او پاکستان يې تورن کړی چې داعش ډلې ته یې خوندي پټنځایونه ورکړي او بشپړ ملاتړ یې کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist