Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اتصالات مخابراتي شرکت د حسن تلاوت اتلسم پړاو سیالۍ پیل کړې

اتصالات مخابراتي شرکت د حسن تلاوت اتلسم پړاو سیالۍ پیل کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/04

د غزني ولایت په مقام کې د اتصالات مخابراتي شرکت له لوري د قرانکریم د حسن تلاوت اتلسم پړاو سیالۍ پیل شوې.

د اتصالات مخابراتي شرکت له لوري دغه سیالۍ چې د هېواد په اتو زونونو کې ترسره کېږي، پیل یې له غزني ولایت شوی او شاوخوا ۳۰۰ کسانو په کې ګډون کړی. د دې شرکت مسوولین وایي، له هر ولایت لس غوره کسان ټاکل کېږي چې وروستۍ غونډه به په کابل کې له ټولو ولایتونو څخه د ټاکل شویو کسانو له ډلې د لس غوره هغو لپاره د شانداره مراسمو په ترڅ کې تر سره شي.

د اتصالات مخابراتي شرکت استازی الله نور همت وايي: « پيل یې له غزني ولایت شوی او بیا به بلخ، ننګرهار، فاریاب او کندهار ولایتونو کې ترسره کېږي. له هر ولایت څخه به درې تنه غوره قاریان انتخابېږي  چې ټول ۲۴ تنه کېږي.  د دوی لپاره به بیا په کابل کې لویه سیاسي برابرېږي چې له منځه به یې دوه یا درې تنه قاریان انتخاب شي. دوی ته نغدي جایزې هم په پام کې نیول شوې دي.»

د ټول هېواد په کچه د حسن تلاوت دغه سیالۍ چې پیل شوې، د هېواد په کچه لس غوره کسانو ته د دې شرکت له لوري د هڅولو په موخه نغدي جایزه هم ورکول کېږي.  د غزني سیمه ییز مسوولین د دې شرکت له لوري د دې سیالۍ پیل یو غوره اقدام بولي او وایي، له دې سره به د حسن تلاوت کوونکو ظرفیت لوړ شي.

د غزني مرستیال والي عبدالرشید عمري وايي: « دوی باید له فراغت وروسته علم پرې نه ږدي. اصل عمل دا دی چې څوک قرآن یاد کړي او په دې پوه شي چې الله پاک موږ ته په قرآن کې کوم هدایات کړي.»

د غزني د مخابراتو رییس عبدالولي طیب احمد وايي: « زموږ د ولس لپاره په دې ډول برنامو کې شرکت کوي او د قرآن د حافظانو مالي لګښت پر غاړه اخلي، موږ له دې دريځه نورو شرکتونو ته هم بلنه ورکوو چې دا ډول پروګرامونه جوړ کړي.»

بل لور ته، په دې سیالۍ کې ګډون کوونکي د پروسې له روڼتیا خوښي څرګندوي او له نورو مخابراتي شرکتونو هم غواړي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زده کړو په بېلابېلو برخو کې سیالۍ پیل کړي، ترڅو ځوانان زده کړو ته تشویق شي.

د سیالیو ګډون کوونکی سید عبدالباسط مرتضوي وايي: « دا پروګرام زموږ لپاره ډېر مهم دی او موږ ته راښيي او انګیزه راکوي چې د لوړ مقام لپاره کوشش وکړو.»

د سیالۍ بل ګډون کوونکی سجاد محمدي وايي: « ټول باید قرآنکریم زده کړي او وهڅول شي چې قرآن الهي کتاب دی او لوستل یې زموږ زړه، روح او جسم ته آرامي را بښي.»

اتصالات مخابراتي شرکت د حج او اوقافو وزارت په ګډه همکارۍ هر کال د قرآن کریم د حسن تلاوت سیالۍ په لاره اچوي. د دې سیالیو ګټونکي د امکان په صورت کې د افغانستان په استازیتوب په دوبۍ کې د روژې میاشتې د قران پاک سیالۍ کې ګډون کوي. د دې سیالیو په پای کې د اتصالات شرکت غوره قاریانو ته د نغدو پیسو جایزه هم ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist