Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان ته د بېنېټ پر سفر بندیز؛ اروپايي ټولنې پرې خواشیني ښودلې

ملګرو ملتونو له پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو ایستلو لړۍ ودروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/04

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي له پاکستان غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو پرځای دې د کونړ او ننګرهار له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.

ریچارډ بنېټ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، پاکستان باید د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي او پرځای یې د کونړ او ننګرهار له زلزله ځپلو سره د مرستو پر رسولو تمرکز وکړي.

نوموړي په کونړ کې د ژغورندویه او بشري مرستو رسونکو کار ستایلی او زیانمنو ته یې د مرستو او ژر رسېدنې غوښتنه کړې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکي ویلي: « د افغانستان ختیځ کې مرګونې زلزلې ته په کتو له پاکستان غواړم چې لږ تر لږه دې له دغه هېواده د افغان کډوالو جبري ستنولو پروسه وځنډوي او په دې سیمه کې دې بشري مرستو ته پام وکړي. دا به یو انساني چلن وي او په اوسنیو شرایطو کې دا یو بېړنی لومړیتوب هم دی. په زلزله ځپلو سیمو کې د لومړنیو مرستندویه ټیمونو کړنې د ستاینې وړ دي. هلته باید زیانمنو خلکو په ځانګړې توګه مېرمنو ته ژر رسېدنه وشي.»

دغه راز، د پاکستان پخواني ولسمشر عمران خان خور علیمه خان د خپل ورور له قوله ویلي، افغانستان کې د زلزله ځپلو او د کونړ پېښې خواشینی کړی او په عین وخت کې یې له پاکستانه د افغان کډوالو پر اېستلو نیوکه کړې. د هغه په خبره، نه باید افغان کډوال په داسې سختو شرایطو کې و ایستل شي.

د عمران خان خور ویلي: « افغانستان زموږ مسلمان ګاونډی هېواد دی او موږ باید له افغانستان سره ښې اړیکې ولرو. په کونړ او ننګرهار کې له زرو زیات افغانانو چې په زلزله کې په شهادت رسېدلي خواشینی کړې یم، موږ په دې سخت وخت کې د خپلو افغان وروڼو ترڅنګ ولاړ یوو او همدارنګه د پاکستان له خوا د افغانانو په جبري اخراج  باندې سخته اندېښنمنه يم.»

له دې سره سم، په پاکستان کې افغان کډوال وایي، پاکستاني پولیس یې پر کورونو چاپي وهي او په یوه او بله پلمه یې له کورونو وباسي او په مقابل کې د بیا مېشتېدنې له وجې پیسې ترې اخلي.

په پاکستان کې دېره افغان ملک اول خان وايي: « موږ د پاکستان له حکومت، ملګرو ملتونو او اسلامي امارت غوښتنه کوو چې درې واړه سره کېني او له پاکستانه د افغان کډوالو با عزته وتلو ته حل لاره پيدا کړي.»

که څه هم سرپرست حکومت تازه په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت په تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې له کډوالو سره بد چلن د دواړو هېوادونو لپاره په زیان بللی دی.

د کډوالو د حقونو مدافعان پر پاکستان نیوکه  کوي چې د افغان کډوالو له مسالې د سیاسي فشار په توګه استفاده کوي، خو ټینګار کوي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ دوامداره خبرې کولی شي د کډوالو جبري اخراج ته یوه معقوله حلاره پیدا کړي.

د کډوالو حقونو مدافع علي رضا کریمي وايي: « له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو څلورمه دوره پيل شوې او اټکل کېږي چې تر ۱.۵ میلیونو تنو به و ایستل شي. دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې او د کډوالو اړوند ادارو تر اوسه پورې هېڅ ډول فشار پر پاکستان نه دی راوستی. افغان مهاجرین له بل هر وخت ډېر فوري ملاتړ ته اړتیا لري.»

دا اندېښنې داسې مهال دي چې د خیبر پښتونخوا والي علي امین ګنډاپور هم له پاکستان غوښتي چې افغان کډوالو ته دې پاکستان کې د اوسېدو لپاره شپږ میاشتې موده وغځوي او جبري اخراج دې ودروي.

پاکستان حکومت د روانې سپټمبر میاشتې په لومړۍ نېټه په یاد هېواد کې د مېشتو ۱.۴میلیونه افغان کډوالو چې د پي ‌او آر  کارتونه لري، د جبري اخراج لړۍ پیل کړه چې دې اقدام په نړیواله کچه غبرګونونه راپارولي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist