Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کونړ اوسېدونکي زلزله ځپلو ته د عاجلو مرستو غوښتنه کوي

د کونړ اوسېدونکي زلزله ځپلو ته د عاجلو مرستو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/03

کونړ؛ هغه خاوره چې د ویر په څادر کې نغښتې. د کونړ غرنۍ او ښکلې فضا دا دوه ورځې د ماشومانو، مېرمنو او مشرانو په ویر او درد باندې غلې شوې، د کلیو له غېږو چیغې پورته کېږي او د اسمان لمنې د مظلومو وینو په سور رنګ رنګینې ښکاري.

هغه پلرونه چې تل به د خپلو اولادونو د ساتنې لپاره سپر ګڼل کېدل، خو نن د خپلو اولادونو جسدونه په  غاړه تر یوې خاموشې کمپلې لاندې را اخیستي دي.

کونړ چې د طبیعت په ښکلا کې نوم لري، خو نن هغه ښکلې سیمه په سپينو کفنونو پوښل شوې او د وحشت یوه ژوندۍ  ننداره ګرځېدلې.

له پېښي دوه ورځې تېریږي، خو لاهم خلک لګیا دي او له خاورو لاندې شوي د خپلو کورنيو غړي راوباسي.

دا خلک که څه هم په زړونو سوري شوي، خو له خلکو د مرستې غوښتنه کوي.

د زلزلې له امله یو تن زيانمن شوی وايي: « که چېرې د هوايي انتقال پروسه منظمه شي، ښايي د ډېری کسانو د مړینې مخه ونیول شي. باید د هغو کسانو د تدفین لپاره هم هڅې وشي چې ژوند یې له لاسه ورکړی.»

له زلزلې یوبل زیانمن شوی وايي: « له حکومت او عوامو دواړو ډېره مننه، الله دې ټولو سره ښه وکړي. له موږ سره داسې همدردي وکړي چې زموږ د خلکو د پوښاک، خوراک او نورو څیزونو خبر واخلئ. دا داسې یوه غمیزه او ماتم دی چې ښځې، نران، ماشومان او هر څوک یې ډوب کړي.»

 هغه شنې سیمې چې د آرامۍ نغمې به يي ویلې، نن له خاورو، دوړو او ویجاړۍ سره پوښل شوې ده.

 د سپېرو دېوالونو ترمنځ د ژوند هیلې نرۍ شوې او هغه کورونه چې د مینې، امن او امید تمثیل يي کاوه  اوس یوازې د تیږو او خاورو یوه غمجنه دېره ښکاري.

د ماشومانو مستۍ نه ترسترګو کېږي، له کړکيو د مېندو خندا غلې شوې او د ماښام لمبه چې د کلي په هر کور کې بلېده، اوس د خاورو بوی نیولې.

د دې سیمې اوسېدونکي بیا د خوراک څښاک لپاره څه نه غواړي، خو له خلکو غوښتنه کوي چې تر خاورو لاندې جسدونو په را ایستلو کې ورسره مرسته وکړي.

له زلزلې یو تن زیامن شوی وايي: « اوس دوه کارونه ډېر اړین دي، د ټپیانو را ایستل او درملنه او د ماشومانو لپاره ډوډۍ تیارول. له دولت او ولس مو هیله همدا ده چې د خلکو غم وخوري.»

له زلزلې یو بل زیانمن شوی وايي: « دلته داسې کلي شته چې تر اوسه یې هېچا پوښتنه نه ده کړې، نه الوتکې ورغلې او نه هم خلک. باید پوښتنه یې وشي.»

د تېري یک‌شنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې د لغمان، ننګرهار او کونړ ځینې سیمې یوې زورورې زلزلې ولړزولې چې د کونړ نورګل ولسوالۍ ځینې کلي يې په بشپړ ډول وران او زرګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

سیمې ته له ګڼو ولایتونو خلک ورغلي، ترڅو له خاورو د لاندې شویو کسانو په را ایستلو کې مرسته وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist