Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې یوه پانګواله ښځه غواړي راستنېدونکو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي

هرات کې یوه پانګواله ښځه غواړي راستنېدونکو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/02

شکریه نظري هغه مېرمن ده چې له نږدې شلو کالو راهیسې د غالۍ اوبدلو او لاس بکس جوړولو په برخه کې نجونې  او مېرمنې  روزي.
له  پنځه کالو راهیسې یې د دې پانګونې له لارې شاوخوا ۴۵ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې.

 نوموړې وایي، په هرو څلورو میاشتو کې نږدې د لسو غالیو اوبدلو امکانات لري  او په خبره يې، تر دې وروسته له ایرانه راستنو شویو مېرمنو ته هم د کاري زمینې برابرولو لپاره هڅې کوي.
غالۍ اوبدونکې شکریه نظري وايي: « دا زموږ اجدادي کار دی، شاوخوا شل کاله کېږي چې زه هم په دې کار کې استاده یم. د غالیو اوبدلو کارونه ښه شوي؛ له دې وړاندې زما شاګران کم وو، خو کله چې ښوونځي بند شول، د ښځو او نجونو علاقمندي زیاته شوه او اوس مې شاګردان ډېر دي.»

دلته پر کارونو بوختې ښځې هم له دې فرصت خوښي څرګندوي او وایي، د کار زمینه برابرېدل د دوی لپاره د کورنۍ د لګښتونو په پیدا کولو کې مرسته کوي. دوی ټینګار کوي چې د متشبثو مېرمنو ملاتړ دې زیات شي، ترڅو د نورو ښځو لپاره هم د کار زمینه برابره شي.

له ایرانه راستنه شوې سمیه نعیمي وايي: « ښه دی، دومره کار کوو چې ګوزاره مو پرې کېږي. د خپلو ملګرو او د هغوی د ملګرو فرمایشات منو او ورته غالۍ اوبو.

غالۍ اوبدونکې زهرا امیري وايي: « موږ له موسسو او سوداګرو هیله لرو چې زموږ ملاتړ وکړي، ترڅو لا نور پرمختګ وکړو.»

په ورته مهال، د لوېدیځ زون د مېرمنو سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وایي، دوی په پام کې لري له ایرانه راستنېدونکو ۴۳۰ تنو ښځو ته د حرفوي زده کړو او ۲۳۰ نورو ته د کار زمینه برابره کړي.

د لوېدیځ زون د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه بهناز سلجوقي وايي: « موږ د تازه راستنو شویو ښځو او نجونو د کارموندنې په نوم یو کمپاین پيل کړی. دا کمپاین د هغو ښځو له تاوده هرکلي سره مخ شوی چې کسب او کار کوي. ټاکل شوې زموږ د کارخونې له خوا ۴۳۰ تنو تازه راستنو شویو ښځو ته فني او حرفوي زده کړې ورکړل شي او ۲۳۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره شي.»

د دې خونې د مالوماتو له مخې، اوس مهال د مېرمنو په مشرۍ  شاوخوا ۱۰۰ کارځایونو کې له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو ښځو ته د کار زمینه برابریږي. دوی زیاتوي، که د افغان حکومت، خیریه بنسټونو او نړیوالو موسسو ملاتړ زیات شي، نو دا کاري فرصتونه به لا پراخ او ګڼ شمېر نورو ښځو ته به هم د کار کولو زمینه برابره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist