Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا: پټان ولسوالۍ کې له بې‌وزله کورنیو سره د مرستې لپاره صندوق پرانېستل شو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/18

د پکتیا ولایت د پټان ولسوالۍ په  بازار کې د قومي مشرانو له لوري د مرستې راټولولو لپاره دغه صندوق ایښودل شوی او موخه یې سیمه کې له بې وزله کورنیو سره مرسته کول دي.

قومي مشران وایي، له دغه صندوقه به هره اوونۍ کلیو او بانډو کې پر بې وزله کورنیو نقدي پیسې، خوراکي او نور توکي وېشل کېږي.

د پټان ولسوالۍ یو تن  قومي مشر وايي:« پټان ولسوالۍ کې د ټولو قومونو له لوري دغه خېره صندوق ایښودل شوی او  موخه کلیو او بانډو کې له بې وزلو کورنیو سره مرسته کول دي.»

د پټان ولسوالۍ یو بل قومي مشر بیا وايي:« دا صندوق د دې لپاره ایښودل شوی،چې سیمه کې بې وزله کورنۍ بیخي زیاتي شوي،تر څو له هغوی سره مرسته  وشي.»

قومي مشران له مرستندویه بنسټونو او سوداګرو غواړي،چې د دغه صندوق له لارې دې پټان ولسوالۍ کې له بې وزله کورنیو سره مرسته وکړي.

د  پټان ولسوالۍ یو  تن قومي مشر وايي:« زموږ له مرستندویه بنسټونو او سوداګرو دا هېله ده،چې پټان ولسوالۍ کې دې د دغه صندوق له لارې بې وزله کورنیو ته خپلې مرستې ورسوي.»

د پټان ولسوالۍ یو بل قومي مشر وايي:« زما یوه غوښتنه دا هم ده،چې د ولسوالۍ له مسوولینو سره په همغږۍ که له هر بار وړونکي موټر سل سل افغانۍ واخېستل شي،د بې وزله کورنیو لاسنیوی پرې کېدی شي.»

دیني عالمان له خلکو غواړي،چې د دغه صندوق او همدا راز په فردي ډول دې پټان ولسوالۍ کې بې وزله کورنیو ته د خپل خیرات او صدقې پیسې ورسوي.

د پټان ولسوالۍ یو تن دیني عالم وايي:« زکات چې الله پاک واجب کړی،یوه لویه زریعه د محبت ده. د زکات ورکول د خلکو تر منځ محبت زیاتوي او د کوم پروګرام چې پیل شوی یقینا چې د خلکو تر منځ د محبت نښه ده.»

پتان ولسوالۍ کې د ګمرک له موجودیت سره سره د بې روزګارۍ کچه لوړه ده.

له کلونو راهیسې د ګمرک مدیریت له نیوکو سره مخ دی او خلک وایي،که ځنې باروړونکي موټر د کرښې دې غاړې ته خالي شي،سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابریږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist