Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د مزارشريف-دره صوف سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

د مزارشريف-دره صوف سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/02

د مزارشريف- دره صوف ترمنځ د غځېدلي سړک دویم فاز د بیا رغونې چارې د ټولګټو چارو وزارت له لوري  پيل شوې.

دغه سړک چې د درنو باروړونکو موټرو د تګ را تګ له امله ویجاړ شوی و، اوس يې د ټولګټو چارو وزارت د ١٥٩میلیونو افغانیو په ارزښت د بیارغونې چارې پیل کړې دي.

 ځايي مسوولین  وايي، د یاد سړک رغنیزې چارې د بلخ له شولګرې ولسوالۍ پیل او د ٥٦ کیلومتره په اوږدوالي د سمنګانو ولایت د دره صوف ولسوالۍ تر مربوطاتو د یوه کال په موده کې په اساسي ډول جوړېږي.

د بلخ ټولګټو چارو رییس مولوي عبدالصبور صابري وايي: « دا د مزارشریف – دره صوف عمومي لویه لاره ده چې څه باندې ۵۶ کیلیومټره اوږدوالی او ۷ متر عرض لري. دا د شولګرې ولسوالۍ له قربه خانې سیمې پيل کېږي او د سمنګان ولایت تر حدبخشي پورې غځېږي. دا سړک د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت په ۱۵۹ میلیونه افغانیو بودیجې سره جوړېږي.»

د تطبیق کوونکي شرکت مسوول محمد لایق وايي: « د دې په بیا رغونه کې هغه ځایونه په پام کې نیول شوي چې ډېر تخریب دي، ځينې ځایونه یوازې داغ ګیرۍ ته اړتیا لري. د کوتل اړوند ساحې ټولې طبقې به په اساسي توګه جوړې شي.»

ځايې چارواکي ډاډ ورکوي چې د لرو پرتو سیمو خلکو لپاره اسانتیاوې ورته مهمې دي او په خبره هڅه کوي چې د کلیوالي سیمو اوسېدونکو ته د ژوند اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د بلخ د والي مرستیال مولوي نورالهادي ابو ادریس وايي: « اسلامي امارت ژمن دی چې د افغانستان ټولو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو ته سړکونه وغځوي. همدارنګه اوبو او برېښنا ته یې هم پام دی. موږ څو ورځې وړاندې جلسه درلوده او په کې د ټولو ریاستونو رییسان او د موسسو مشران موجود وو. پرېکړه وشوه چې ټولو ولسوالیو ته به لمریزه برېښنا چمتو کېږي.»

ځايي اوسېدونکي د مزارشريف- دره صوف سړک د تخریب شویو ځایونو د بیارغونې چارو له پیل هرکلی کوي او له مسوولینو په نورو برخو کې هم د ورته پروژو د پیل غوښتنه کوي.

د سیمې اوسېدونکی فضل الله وايي: « په دې سیمه کې سړک ډېر خراب دی او خلک ستونزې لري. له دې امله په دې لاره ډېرې ټرافیکي پېښې کېدلې؛ که دا سړک جوړ شي، هم د خلکو پر ګټه دی او هم د حکومت.»

د سیمې اوسېدونکی لطف الله وايي: « هره ورځ د حادثو او موټرو د چپه کېدو شاهدان یو. په کوتل کې سړک لکه دېوال جوړ شوی و. دا د شکر ځای دی چې نن د دې سړک د بیارغونې د پيل شاهدان یو.»

د یادونې وړ ده چې دا سړک د بلخ پر شولګرې او کشندې ولسوالیو سربېره د سرپل او سمنګان ولایتونو یو شمېر ولسوالۍ هم له مزارشريف ښار سره نښلوي او هره ورځ  پرې له سلګونو کلیوالو موټرو سربېره، د دره صوف ډبرو سکرو کانونو ته لسګونه لارۍ هم تګ راتګ کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist