Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 متقي د ملګروملتونو سرمنشي له مرستیال مارټيڼ ګریفیټس سره کتلي

د بهرنیو چارو چارسبمالي وزیر متقي پر مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی پاکستان ولاړ 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/18

د افغانستان بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي پر مشرۍ  یو لوړ پوړی پلاوی نن شنبه د «۱۴۰۰ کال د لېدنۍ پر ۲۷ مه »  پاکستان ته و لاړ او ټاکل شوې  ده، چې هلته د اسلامي همکاریو سازمان په ځانګړې غونډه کې ګډون وکړي. 

د یاد سازمان ناسته،چې د افغانستان د روان وضیعت په تړاو کیږي،افغانستان خپلې غوښتنې لري،چې په غونډه کې به یې مطرح کړي .

د بهرنیو چارو چارسبمالی وزیر امیرخان متقي  واي:« زموږ مشخصي غوښتنې به دا وي،چې له دوی  سره مو اړیکې نارمل شي، له افغانستان سره د مرستو لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان په چوکاټ کې یو وجهي صندق جوړ شي،هڅه به وکړو،چې اسلامي هېوادونه په افغانستان کې پانګونه وکړي او زموږ زیات کوشش به دا وي،چې له دوي سره اړیکې ټینګې کړو او کابل کې خپل سیاسي دفترونه پرانیزي. هېله ده،چې د دغې ناستې پایلې  به ډېرې ښیې وي.»

د افغانستان په اړه  د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې د ګډون لپاره د یاد سازمان د غړو هېوادونو استازي اسلام اباد ته رسېدلي او د افغانستان په استازیتوب به د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیرخان متقي په کې ونډه واخلي .

د سیاسي چارو شنونکي وايي، د اسلامي هېوادونو له لوري د افغانستان نوي نظام په رسمیت نه پیژندلو لامل په کابل کې د ښځو حقوقو ته نه ژمنتیا ده او د اسلام اباد په ناسته کې به له اسلامي امارته غوښتنه دا وي،چې د ښځو په برخه کې خپل دریځ بدل کړي.

شنونکی طارق فرهادي  وايي:« په اسلام اباد کې به د اسلامي هېوادونو استازي د تړلو دروازو ترشاه  به اسلامي امارت ته وايي،هغه محدودیتونه چې پر ښځو او د هغوی پر ژوند یې وضع کړي دي معتبر اسلامي بنیاد نه لري او باید طالبان په دغه برخه کې خپل چلن بدل کړي. همدا دلیل دی،چې هېڅ اسلامي هېواد د طالبانو حکومت پر رسمیت نه دی پیژندلی.»

په ټوله کې د اسلامي همکاریو د سازمان ناسته ګټوره یادېږي او غوښتنه داده،چې اسلامي امارت باید د دغه سازمان د غړو هېوادونو قناعت ترلاسه او د مرستو ژمنه ترې واخلي.

شنونکی عزیز معارج وايي:« داسې ناستې،چې اجنډا یې د افغانستان په تړاو وي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده او افغانستان دولت وشي کولای، چې ښه دریځ ونیسي. دغو هېوادونو ته قناعت ورکړي،چې د بشري ناورین د مخنیوي،اقتصادي وضعې او د رسمیت پیژندنې په برخه کې به د افغانستان لپاره زیات ګټور وي.»

د ډيسمبر په نولسمه به د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان ناسته جوړه شي اوپه دغه ناسته کې به د ټرویکا پروسې غړي هېوادونه هم ونډه واخلي او ګمان دا دی،چې له دغې ناستې وروسته به د افغانستان په تړاو د ټرویکا پروسه هم ناسته جوړه کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist