چین د سولې، ترهګرۍ ضد مبارزې، زیربنا، سوداګرۍ او پراختیا برخه کې له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وایي، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې بین الافغاني مذاکراتو کې همکاري کوي.
دغه راز وانګ یې، د افغانستان او چین هوایي کوریډور ګټور وباله او زیاته یې کړه، چې باید دغه کوریډور لا پراخ شي او د جلغوزیو ترڅنګ انار او نور افغاني تولیدات او کرنیز توکي هم چین ته صادر شي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وایي، پاکستان په طالبانو خپل اغېز لري او له دوی به وغواړي چې له دغه اغېز څخه په ګټې اخیستو افغانستان کې د جګړې د پایته رسولو لپاره عملي اقدامات وکړي.