Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نړۍ د کونړ او ورڅېرمه ولایتونو په زلزله کې پر مرګ ژوبلې خواشیني ښودلې

نړۍ د کونړ او ورڅېرمه ولایتونو په زلزله کې پر مرګ ژوبلې خواشیني ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/02

ملګرو ملتو او يو شمېر هېوادونو په ځينو ولايتونو او په ځانګړې توګه کونړ کې د شديدې زلزلې له امله پر رامنځته شوې مرګ ژوبلې خواشيني ښودلې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېرېش وايي، په افغانستان کې د دې سازمان اړوند ادارې له زیانمنو سره د مرستو لپاره لاس په کار شوې او خپلې مرستې يې پر وخت سیمې ته رسولې دي.

ګوتېرېش په دې اړه ویلي: « زه د ویجاړونکې زلزلې له امله د افغانستان خلکو ترڅنګ ولاړ یم. زه د قربانیانو کورنیو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوم او د ټپیانو لپاره د بېړنۍ روغتیا هیله کوم. په افغانستان کې به زموږ ټیم اغېزمنو سیمو کې له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره هېڅ هڅه ونه سپموي.»

په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ(یوناما) هم د خواشينۍ ښودلو ترڅنګ ويلي، زيانمنو شویو سره د مرستې لپاره يې مرستندويه ډلې د کونړ نورګېل ولسوالۍ مزار درې کلي ته رسېدلي.

د دې سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم د خواخوږۍ پر ښودلو سربېره د پېښې قربانيانو ته د مرستو رسولو غږ کړی.

کابل کې د جاپان، ایران، سعودي عربستان، ترکیې سفارتونو او اروپايي ټولنې هم ډاډ ورکړی چې زيانمنو شویو ته د مرستو په رسولو کې به درېغ ونه کړي

کابل کې د جاپان شارژدافېر تاکايوشي کوروميا ویلي: « د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې خبر په اورېدو سره په ژوره توګه خواشینی شوم. زه غواړم هغو کسانو ته چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، خپله ژوره خواخوږي وړاندې کړم او زما خواخوږي د دوی له غمجنو کورنیو سره ده. جاپان وضعیت څاري او د اغېزمنو خلکو ملاتړ ته چمتو دی.»

کابل کې د ترکیې سفارت ویلي: « په ډېرې خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د بېګا شپې په زلزلې کې ډېر کسان وفات شوي دي. وفات شویو ته له الله تعالی مغفرت او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوو. ورور افغان ولس ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو. ترکیه له سیمې څخه راتلونکې خبرونه له نږدې تعقیبوي.»

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم له افغانانو سره د خواخوږۍ ښودلو ترڅنګ کرښې ته څېرمه سيمو کې د يادې زلزلې د ټکانونو احساسېدو خبر ورکړی.

شریف په دې اړه ویلي: « د سلګونه قیمتي انسانانو د ژوند بايلې او د کلیو ویجاړېدو راپورونو زموږ زړونه سخت خپه کړل. د پاکستان حکومت په استازیتوب زه له غمجنو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي او ورته دوعاګانې وړاندې کوم. موږ په دې غمجن ساعت کې له خپلو افغان وروڼو او خویندو سره ولاړ یو او هر ډول ممکنه ملاتړ ته چمتو يو.»

همدارنګه د هند لومړي وزیر نریندرا مودي بيا ډاډ ورکړی چې له اغېزمنو شویو افغانانو سره به هر ډول ممکنه بشري مرستې وکړي.

مودي زیاته کړې: « په افغانستان کې د زلزلې له امله د مرګ ژوبلې په اړه ژور خواشینی یم. زموږ فکرونه او دعاګانې په دې سخت وخت کې له غمجنو کورنیو سره دي او موږ د ټپیانو د ژر رغېدو هیله کوو. هند چمتوو دی چې له اغېزمنو شویو سره هر ډول ممکنه بشري مرستې وکړي.»

له بلې خوا، په کور دننه هم د افغانستان مطرحو سياسي څېرو په کونړ کې د زلزلې له امله پر اوښتې مرګ ژوبلې ژوره خواشيني ښودلې.

 پخواني ولسمشر حامد کرزي خلکو ته د بېړنۍ رسېدنې لپاره د مرستو غوښتنه کړې.

كرزي زیاته کړې: « د هېواد له ټولو خيريه بنسټونو، ملي سوداګرو او نړیوالو مرستندویه ادارو هيله كوم چې له زيانمنو شويو سره مرسته او د هغوى لاسنيوى وكړي. د لوى خداى(ج) له درباره د دې غمجنې پېښې دردمنو كورنيو ته د جميل صبر استدعا کوم.»

د ملي روغې جوړې پخوانۍ سترې شورا ریيس ډاکټرعبدالله عبدالله بيا د زلزلې له امله اوښتې مرګ ژوبله لوی مصيبت ياد کړی او له مرستندويانو يې خلکو ته په بېړه د مرستو رسولو غوښتنه کړې.

هغه زیاته کړې: « زه له ټولو مرستندويه ادارو، خيريه ټولنو، پانګوالو اوهېوادوالو څخه غواړم چې له زيانمنو شویو هېوادوالو سره بېړنۍ مرستې وکړي او له خاورو څخه د شهيدان او ټپيانو په ايستلو کې همکاري وکړي.»

ګلبدين حکمتيار هم پر يادې پېښې خواشيني ښودلې او له بهر مېشتو افغانانو يې غوښتي چې زيانمنو شویو سره له مرستې صرفه ونه کړي.

حکمتیار زیاته کړې: « په لوى مشرقي؛ نورستان، كونړ، ننګرهار او لغمان كې د تېرې شپې زلزلې سره ولس ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې او كورونه وران شوي. په دې ستر مصيبت او غم كې ورسره شريک يو. له رحمن رب ورته صبر، اجر، عنايت او رحمت غواړو. پر شتمنو او بهر مېشتو افغانانو غږ كوو چې د مصيبت ځپلو مرستي ته را وړاندي شي.»

له دې سره، حکومت هم اړوند ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د شهیدانو په تدفین، د ټپیانو په درملنه او له زیانمنو سره په مرستو کې له ټولو امکاناتو کار واخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist