Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اروزګان کې ۴۵۰۰  بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو سېمو ته ستنې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/18

اروزګان ولایت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ادارې چارسمبالی نور آغا حیدري  وايي، د جګړې په پای ته رسېدو سره، شااوخوا ۴۵۰۰ کورنۍ بېرته خپلو پخوانيو مېنو ته ستنې شوي دي.

حیدري زیاته کړه:« زموږ د شمېرو له مخې ۴۵۰۰ کورنۍ بېرته خپلو سېمو ته رسېدلي دي، دوی د جګړې او کمربندونو تر ماتېدو وروسته په ډېرې خوښۍ سره خپلو سيمو ته تللي دي. دوی له تېرو پنځه یا څلورو کلونو راهیسې د جګړو له امله بېځایه شوې وې.»

دې کورنیو د تېرو جګړو له امله خپلې مېنې پرېيښې  وې او دلته مرکز ترینکوټ کې د غربت شپې او ورځې یې سبا کولې. 

اخوا بیا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو  چارو ادارې مخې ته سلګونه کسان راټول شوي دي او نيوکه یې داده، چې له بېځایه شویو او غربت ځپلو سره د مرستو په روانه لړۍ کې له دوی سره توپیریز چلن کېږي.

دوی ادعا کوي،چې په دغو مرستو کې شفافیت نه شته دی او یوازې هغو کسانو ته مرستې رسېږي، چې د چارواکو واسطه له ځان سره ولري.

د یوې بې ځایه شوې کورنۍ غړی وايي:« دلته هره ورځ د مرستې لپاره راځو، خو بېرته تش لاس ستنېږو. دلته یوازې هغو کسانو ته مرستې رسېږي،چې له چارواکو سره تړاو، یا واسطه ولري.»

خو د کډوالو چارو ادارې چارسمبالی نور آغا حیدري د غربت ځپلو کسانو دا ادعاوې ردوي او وايي، له بې وزلو کورنیو سره د مرستو لړۍ یې د همکاره موسسو پر مټ پیل کړې او تر دا مهاله یې تر ۱۰۰۰ له زیاتو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرستې کړي دي.

حیدري زیاته کړه:« موږ د ټولو همکارو موسسو مسوولین دلته د کډوالو ریاست ته راوغوښتل. له دوی مو غوښتنه وکړه،چې له غربت ځپلو کورنیو سره مرستې وکړي، د موسساتو مسوولینو له  موږ سره ژمنه وکړه، چې د مرستو لړۍ به پيل کوي. اوس هماغه د مرستو لړۍ پيل شوې او اوس هم دوام لري.»

اروزګان کې بېځایه شوي او غربت ځپلې کورنۍ پر داسې مهال د مرستو د زیاتېدو غوښتنه کوي،چې د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام په ورستي راپور کې له اقتصادي بحران سره، د افغانانو د مخکېدو په اړه اندېښنه ښودل شوې وه.

 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist