Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د زابل اړوند کابل – کندهار لویې لارې د تخریب شویو پلونو جوړولو چارې پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/18

د زابل ولایت د ټولګټو چارو ریاست چارسمبالی ملا محمد قاسم وايي، د زابل اړوند د کابل – کندهار لویې لارې د تخریب شویو پلونو د بیا رغولو چارې پيل شوي،چې ۵۰ سلنه مخ ته تللي او راتلونکو درېیو میاشتو کې به یې ټولې چارې بشپړې شي.

قاسم وايي، پر دغو پلونو به څه باندې ۱۳میلیونه افغانۍ لګښت راشي.

 د قاسم په خبره، د  پلونو د بیا رغونې په دغه لویه پروژه کې د سيمې خلکو ته هم د کار زمینه برابره شوې ده.

قاسم  زیاته کړه:« د غه پلونه د زابل ولایت اړوند دي، په تېرو جګړو کې وران شوي وو، اوس د اسلامي امارت په مالي لګښت او غوښتنه له سره رغول کېږي. په راتلونکې کې به د وران شویو عامه تاسیساتو د بیا رغونې کارونه هم پیل کړو.»

په همدې حال کې د دغې لويې لارې موټر چلوونکي او مسافر د دغو پلونو د بیا رغونې په پیل خوښ دي او وايي، په دې سره به یې د مزل واټن او وخت راکم شي.

د کندهار کابل د لویې لارې یو تن موټر چلوونکی وايي:« موږ ډېر خوشاله یو،ځکه چې د خرابو پلونو او ورانو لارو له امله مو د سفر واټن زیات او ستونزمن و. زموږ غوښتنه داده،چې د دغې لویې لارې ټول وران شوي پلونه دې بیا ورغول شي.»

کندهار – د کابل لويه لاره چې ۴۸۳ کيلومتره اوږد والی لري،د افغانستان دوه تر ټولو لوی ښارونه کابل او کندهار د ميدان ښار، سيداباد، غزني، او کلات له لارې له يو بل سره نښلوي او د هېواد د ملي سوداګریز سیسټم د حلقوي سړک یوه مهمه برخه هم ګڼل کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist