Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی

خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/01

پاکستان هغه هېواد دی چې وخت ناوخت يې له افغانستانه ځان او نورو هېوادونو ته د ګواښ په تړاو اندېښنې مطرح کړې دي، خو اوس برعکس په نړیواله کچه دا اندېښنه په خپله له پاکستان څخه را پورته شوې او داسې ویل کېږې چې په افغانستان کې له داعش سره د اسلامي امارت کلکه مبارزه د دې لامل شوې چې د یادې ډلې مشران د ډیورنډ فرضي کرښې بله غاړه د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې پټنځایونو ته وتښتي.

تازه د افغانستان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ويلي، په یادو سیمو کې د داعش خراسان ډلې د مشرانو خوندیتوب سیمه‌ییز او نړیوال ګواښ پېښولی شي او له امریکا يې غوښتي چې له یادې ډلې سره د جدي مبارزې په برخه کې پر پاکستان فشار راوړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زیاته کړې: « د داعش خراسان ډلې په ضد په افغانستان کې د طالبانو عملیات د دې لامل شوي چې ډېر ترهګر مشران له ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو ته لاړ شي. هلته د داعش خراسان ډلې لپاره د پټنځایونو پیدا کېدل یو سیمه‌ییز او نړیوال ګواښ پېښولی شي. واشنګټن ته په کار ده چې پر اسلام‌اباد فشار راوړي، ترڅو خپل هېواد کې د داعش خراسان ډلې په ضد پرېکنده ګامونه واخلي.»

پاکستان له دې وړاندې څو ځله په افغان خاوره کې په دې موخه هوایي بریدونه کړي چې ګواکي د خپل هېواد ضد عناصرو پټنځایونه يې په نښه کړي، خو برعکس قربانیان یې عام خلک وو.

د ترهګریزو فعالیتونو د پراخېدو دا ګوته اوس د نړیوالو له لوري پاکستان ته نیول کېږي.

د چارو یوشمېر شنونکي وایي، پاکستان د خپلې دوامداره پالیسۍ له مخې په خپله خاوره کې د دې ډلې غړي روزي او په سیمه کې یې د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې ترې کار اخلي او له نړیوالو غوښتنه کوي چې په دې هېواد هر اړخیز فشارونه زیات کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « پاکستان نه یوازې سیمه نه آرامه کړې بلکې د بلوڅانو د ځپلو لپاره یې هم همدا داعش ډله په بلوچستان کې روزلې ده او بالاخره د سیمې او نړۍ هېوادونه پرې ګواښي. دا یوه څرګنده خبره ده چې داعش په پاکستان کې موجود دی، هلته تمویلېږي، پيسې او وسلې ورکول کېږي او بیا یې افغانستان ته رالېږي. نړیوالو او په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونو ته په کار ده چې دا خبره واضېح کړي او پر پاکستان فشار راوړي چې له دې ډول تروریستي فعالیتونو لاس واخلي.»

د نړیوالو اړیکو یو شمېر شنونکي بیا د زلمي خلیلزاد څرګندونو په تایید سره وایي، د نړیوالو لپاره دا غوره ثبوت دی چې د ترهګرۍ اصلي مرکز افغانستانه نه بلکې اصلي مرکز یې پاکستان دی.

د نړیوالو اړیکو شنونکی واحد فقیري وايي: « هغه مرکزونه چې په پاکستان کې پخوا هم وو او اوس هم شته، د هغوی له منځه وباسي. زه فکر کوم دا به پر پاکستان فشار نور هم زیات کړي؛ ځکه د پاکستان هغه ادعا به خنثی کړي چې وايي داعش او دا نورې تروریستي ډلې په افغانستان کې دي. له بلې خوا به د پاکستان او خلیلزاد ترمنځ شته کشمکش، هغه به نور هم زیات شي؛ پاکستان به پر خلیلزاد تورونه لګوي او خلیلزاد به پر پاکستان تورونو ته ادامه ورکړي.»

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد داسې مهال په پاکستان کې د داعش خراسان ډلې د حضور او نړیوال امنیت ته ترې د ګواښ پېښېدو خبرداری ورکوي چې له دې وړاندې د افغانستان حکومت د امنیتي او تصفیوي کمیسیون په کلني راپور کې چې په تېره جنوري کې خپور شو، د یاد هېواد ترکنټرول لاندې مشخصو سیمو کې د داعش پټنځایونو او له هغه ځایه يې افغانستان ته د ګواښ پېښولو خبر ورکړل شوی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist