Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کانګرېس غړي: له افغانستانه د ځواکونو ایستل د امریکا په تاریخ کې شرموونکې پېښه وه

د کانګرېس غړي: له افغانستانه د ځواکونو ایستل د امریکا په تاریخ کې شرموونکې پېښه وه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/01

د ۲۰۲۱زېږدیز کال د اګسټ په ۳۱مه وروستی امریکایي سرتېری په کابل هوایي ډګر کې الوتکې ته پورته شو او په دې سره افغانستان کې د امریکا شاوخوا شل کلن پوځي حضور پای ته ورسېد.

د څلورو کلونو په تېرېدو سره، اوس د امریکا استازو جرګې ځيني غړي چې د امريکا د پوځ متقاعد جنرالان هم دي، له افغانستان څخه د سرتېرو ايستلو په اړه د بایډن ادارې پر پالیسیو توندې نیوکې کوي.

دغو جمهوريت ‌پالو استازو چې په منځني ختیځ او افغانستان کې یې د امريکا د پوځ په لیکو کې دندې ترسره کړې، له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، له افغانستان د ځواکونو ايستل د امريکا تاریخي ناکامي وه او له امله يې دوی په ژور خپګان اخته شوي.

د امريکا د استازو جرګې غړی  ډان بېکن ویلي: « زما په ژوند کې د هر ولسمشر له خوا تر ټولو بد کار په دې توګه د افغانستان پرېښودل و. دا د ناوړه عملیاتو یوه بېلګه وه چې ما لیدلې. اوس له موږ میندې او پلرونه پوښتنه کوي چې ولې یې زوی له لاسه ورکړ؟ ما خپله له دې میندو او پلرونو سره خبرې کړې؛ هغوی وایي، ولې یې زوی د هغه څه لپاره قرباني شو چې بایډن د خپلې ناکامه پالیسۍ له امله له لاسه ورکړل؟»

د استازو جرګې یوه  بل غړي پټ هېریګن هم په افغانستان کې دوې دورې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د افسر په توګه دنده ترسره کړې. دی له افغانستانه د سرتېرو ايستلو پروسه ناکامه يادوي او په خبره يې، دا سټراټیژي د امریکا راتلونکی نسل د جګړې لوري ته وړلی شي.

د امريکا د استازو جرګې غړی پټ هېریګن ویلي: « ما وژړل؛ ځکه چې دا یوازې د افغانستان له لاسه ورکول نه و، نه د شلو کلونو هڅو په اړه چې موږ هلته کړې وې، نه د هغو ژمنو په اړه چې پوره مو نه ‌کړې، نه هم د هغو ۱۳ امریکایانو په اړه چې د وتلو په پروسه کې ووژل شول. ما ځکه وژړل چې زه باور لرم دا سټراټیژیکه کمزورتیا د امریکا راتلونکی نسل د جګړې لوري ته وړلی شي.»

نوموړي همدا راز له افغانستانه د وتلو وروسته د بایډن ادارې پر پالیسیو هم نیوکه کوي او وايي، د افغانستان حکومت ته باید هره اوونۍ میلیونونه ډالر نه ‌وای ورکړل شوي. هېریګن د افغانستان په اړه د ټرمپ ادارې اوسنۍ پالیسي هم د اندېښنې وړ بولي.

د امريکا د استازو جرګې غړی پټ هېریګن زیاتوي: « ولسمشر بایډن په اوونۍ کې ۴۰ ميلیون ډالر طالبانو ته لېږل. څوک پوهېږي چې دا کار یې ولې کاوه؟ اوس بیا له هغوی سره هېڅ اړیکه نه لرو چې دا هم یو ستونزمن حالت دی. که موږ پرې دوامداره څار ونه لرو، ممکن افغانستان راتلونکي کې د ترهګرۍ لپاره خوندي ځای پاتې شي.»

د امريکا د استازو جرګې دغو غړیو دا څرګندونې داسې مهال کړې دي چې له افغانستانه د وروستي امریکایي سرتېري د وتلو څلورمې کالیزې په را رسېدو سره، سرپرست حکومت یاده ورځ د افغانانو د یووالي سمبول یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې په دې ورځ افغانانو ثابته کړه چې نور دې هېڅ هېواد په افغانستان کې د پوځي حضور هڅه نه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist