Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر خوست او ننګرهار د پاکستان هوايي بریدونو په کوردننه او بهر غبرګونونه پارولي

پر خوست او ننګرهار د پاکستان هوايي بریدونو په کوردننه او بهر غبرګونونه پارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/30

پرخوست او ننګرهار د پاکستان بې پیلوټه الوتکو وروستي بریدونه په پراخه کچه په کوردننه او بهر غندل شوې.

د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه برېدونه له ظلم او وحشت ډک اقدامات ګڼلي او هم یې د سختو عواقبو خبرداری ورکړی.

خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوې، د اسلام اباد دغه ډول اقدامات به د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم ترینګلې کړي .

د خبرپاڼې یوه برخه:« داسې له ظلم او وحشت ډک اقدامات د هېچا پر ګټه نه دي، بلکې د دواړو مسلمانو ملکونو د خلکو ترمنځ د فاصلې پیدا کولو او د دواړو اړخونو ترمنځ د نفرت سبب ګرځي او دغه ډول بې مسوولیته کړنې به عواقب ولري.»

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي  پر خپله اېکس پاڼه د افغانستان پر خاوره د پاکستان برید غندلی او دا یې د هېواد ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بللی.

کرزي زیاته کړې، پاکستان په سیمه کې د خپلو غلطو پالیسو له امله له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او پر افغانستان د برید پایلې به هم ورته ناوړه وي.

هغه زیاته کړې:« زه په خوست او ننګرهار کې د پاکستان بریدونه، چې د ماشومانو او ښځو د شهادت لامل شول په کلکو ټکو غندم. پاکستان په سیمه کې د خپلو غلطو پالیسو له امله له ستونزو سره مخ دی، چې د افغان خاورې د حاکمیت نقضولو سره به د دې ستونزو مخنیوی ونه شي کړای.»

په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم د پاکستان دې بریدونو ته په غبرګون کې ويلي،  د ماشومانو وژنه د ترهګرۍ ضد عملیات نه بلکې په خپله د ترهګرۍ تر ټولو ناوړه بڼه ده.

هغه زیاته کړې:« د یو ازاد هېواد په توګه باید د افغانانو وینه، اوښکې او ابرو دومره اسانه نه وي، چې هره ورځ یې د کډوالو په نوم په کورونو ور ننوځي، په زور یې وشړي او بیا يې په خپل خوست او ننګرهار کې هم په بمونو ماشومان ورته شهیدان کړي او کورونه یې وران کړي.»

د دې ترڅنګ د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) چې په افغانستان کې یې د خپلو وسلوالو او رهبرۍ هر ډول حضور رد کړی په تازه خپره کړې خبرپاڼه کې پر خوست او ننګرهار د پاکستان د تېرې شپې هوايي بریدونه د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا نقض او ظالمانه عمل بللی.

خبرپاڼه کې ویل شوې، د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې پاکستاني ځواکونه په دوامداره توګه جنګي جنایتونه ترسره کوي او په باور یې پاکستاني جنرالان د خپلو شخصي ګټو لپاره د بې ګناه افغانانو د وینو پر بهولو او لوبو کولو عادت شوي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د ټي.ټي.پي مجاهدین او مشرتابه په پاکستان کې حضور لري. داسې برېدونه د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا نقض او ظالمانه عمل دی. د پاکستان پوځ د خپلو ناکامیو پټولو لپاره بېلا بېل تکتیکونه کاروي، بشري حقونه یې نقض کړي او پاکستاني جنرالان د خپلو شخصي ګټو لپاره د بې ګناه افغانانو د وینو پر بهولو او لوبو کولو عادت شوي. »

 په افغانستان او پښتونخوا سربېره د افغانستان لپاره دامریکا پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد هم دغه بریدونه غندلي.

هغه زیاته کړې: « د افغانستان په ختیځ کې پر ملکي وګړو د پاکستان بې پیلوټه الوتکو بریدونه په سختو ټکو غندم .» 

پاکستان ووړمه شپه په خوست او ننګرهار کې د سپېرې او شینوارو پر ولسوالیو د بې پیلوټو الوتکو برېدونه وکړل چې له امله یې دوه ماشومان شهیدان شول او د مېرمنو په ګډون څو نور ماشومان ټپيان شوي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له یادو بریدونو وروسته په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ.

د یادونې وړ ده چې له دې بریدونو شاوخوا درې میاشتې وړاندې پاکستان د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د عامو خلکو پر کورونو هوايي برېدونه وکړل چې له امله یې ۴۶ کسان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شول . 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist