Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د شتر مرغ فارمونو جوړولو ته د خلکو لېوالتیا کمه شوې

هرات کې د شتر مرغ فارمونو جوړولو ته د خلکو لېوالتیا کمه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/28

نذیر احمد سلطاني هرات کې  د  شتر مرغ فارم لري. هغه ۷ کاله وړاندې دغه فارم جوړ کړی او اوس مهال شاوخوا لس جوړې شتر مرغان لري او له هرې جوړې  په کلني ډول ۲۰ بچي ترلاسه کوي.

هرات کې د شتر مرغ فارمونو جوړولو ته د خلکو لېوالتیا مخ په کمېدو ده، خو  د نذیراحمد ډېری پېرودونکي له  شمالي او ختیځو ولایتونو دي.

د هغه په خبره، د شتر مرغ یو میاشتنی بچی ۶ زره افغانۍ، غوښنو شترمرغانو بیه ۱۵ زره تر ۲۰ زره افغانیو او د یوه نسلي شتر مرغ بیه له ۵۰ تر ۱۰۰ زرو افغانیو پورې رسېږي.

د شترمرغ فارم لرونکی نذیر احمد سلطاني وايي: « اوس مهال زما امکانات کم شوي او نه شم کولی کاپي شمېر شترمرغ بچي ترلاسه کړم. خو که امکانات وي، کولی شو ډېر شترمرغان تولید کړم.»

د نذیراحمد په فارم کې د شترمرغ له هګیو د بچیانو ترلاسه کولو لپاره یو ماشین له ایران راوړل شوی او په ۴۲ ورځو کې له هګیو بچي وباسي.

فارم لرونکي وایي، که امکانات ورته برابر شي کولی شي دې برخې ته لا ډېره وده ورکړي. 

بشیر احمد سلطاني په دې اړه وايي: « زه اوسمهال ۲۰ شترمرغان لرم او کولی شم له هر شترمرغ حد اقل ۲۰ نور بچي ترلاسه کړم. کوم بچي چې زه دلته خپل فارم کې ترلاسه کوم، په کابل، مزار او نورو ولایتونو ته ځي او پلورل کېږي. د هغه ځای خلک ډېره لېوالتیا لري.»

بله خوا، د هرات کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دې برخه کې لېوالتیا لرونکو کسانو ته يې روزنیز سمینارونه جوړ کړي او دا به د خلکو لېوالتیا زیاته کړي.

د هرات مالدارۍ آمر محمد عمر قاصد وايي: « موږ په خپل آمریت کې دوی ته سیمینار جوړ کړی و او دوی ته پوره آګاهي ورکړل شوې. له دې وروسته به هم کوشش وکړو چې دوی ته نور سیمینارونه جوړ کړو، ترڅو د خپل فارم حمایت وکړي او نور خلک هم وهڅوي چې دا ډول فارمونه جوړ کړي.»

د فارم لرونکو په خبره، هر یو کلن شتر مرغ شاوخوا ۳۰ کیلو خالصه غوښه او لس کیلو غوړي تولیدوي. په بازارونو کې یې هره کیلو غوښه ۵۰۰ څخه ۶۰۰ افغانیو او یو کیلو غوړیو بیه ۲ زره افغانیو ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist