Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جرمني له پاکستانه د هغو افغانانو انتقال پیلوي چې د کډوالۍ اسناد یې تایيد شوي

جرمني له پاکستانه د هغو افغانانو انتقال پیلوي چې د کډوالۍ اسناد یې تایيد شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/28

جرمني له پاکستان څخه د هغو افغانانو د انتقال پرېکړه تایید کړه چې د دې هېواد له لوري يې د کډوالۍ لپاره غوښتليکونه منل شوي.

رویټرز خبري اژانس د جرمني بهرنيو چارو وزارت چارواکو له قوله راپور ورکړی چې برلين د قانوني او ډېپلوماټيک فشار په پايله کې د شاوخوا ۲ زره افغانانو د انتقال پروسې ته مثبت ځواب ورکړی.

په راپور کې راغلي، له پاکستان څخه جرمني ته د دغو افغانانو د ایستلو بهير وروسته له هغې بېرته پيل کېږي چې د سپټمبر له لومړۍ نېټې وروسته اسلام ‌اباد د شاوخوا درې ميليونه نورو افغان کډوالو جبري اخراج لړۍ پيلوي.

د جرمني بهرنيو چارو وزارت کې یوې سرچينې رویټرز ته ویلي: « له پاکستانه جرمني ته د انتقال په پروسه کې د دې افغانانو د اسنادو ارزونه په بېلابيلو پړاوونو کې قرار لري چې د ارزونې لپاره يې مسلکي پرسونل استول شوی.»

له دې وړاندې د جرمني حکومت له اسلام ‌اباد غوښتي و چې افغانستان ته د ايستل شويو افغان کډوالو په بهیر کې شاوخوا۴۰۰ هغو افغانانو ته په پاکستان کې د لنډمهالې مېشتېدنې فرصت برابر کړي چې جرمني ته يې د تګ لپاره اسناد تایيد شوي دي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « جرمني ژمنه کړې چې په هغو تعهداتو به عمل کوي چې له دې وړاندې یې کړي او هغه کسان به جرمني ته انتقال کړي چې د پناه غوښتنې اسناد یې منل شوي. دغه پروسه به د جرمني د هغه پروګرام په چوکاټ کې عملي شي چې د کابل لوفتبروکه په نوم پيل شوې وه. د دې پروسې له مخې به هغه افغانان انتقال شي چې په پاکستان کې دېره دي.»

د کډوالو د حقونو مدافع علي رضا کریمي وايي: « په دې سره به لا ډېرې کورنۍ نجات پیدا کړي او آرام ژوند به ولري. دا ډول منل هم انساني دنده ده او هم نړیوال مسوولیت دی.»

ځینې نور شنونکي په نړيواله کچه د هېوادونو اقتصادي او پوځي قدرتونو ته په اشارې د کډوالۍ په برخه کې د دوی چلن هم توپيري بولي. دوی زياتوي، هر هېواد د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو له مخې د کډوالۍ پاليسي تعقيبوي چې ډېر کله د کډوالۍ له نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې وي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « باید افغان کډوالو سره همکاري وکړي، ترڅو د هغوی کارونه ژر ترسره شي او خپلو اهدافو ته ورسيږي. که دا ډول کارونه ادامه ولري، په سیمه کې د پاکسان حیثیت هم زیانمن کېږي.»

په ورته مهال، جرمني افغانستان ته د هغو افغانانو د اخراج لړۍ هم پيل کړې ده چې په دې هېواد کې یې په بېلابېلو جرمونو لاس پورې کړی.

د دې لړۍ په ترڅ کې تر دې دمه دوه ځلې لسګونه افغانان د قطر او ازبېکستان په منځګړيتوب افغانستان ته را وړل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist