Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له اروزګان ولایت او شمالي ولسوالیو سره د کندهار ښار نښلولو سړک د پراخولو چارې پیل شوې

له اروزګان ولایت او شمالي ولسوالیو سره د کندهار ښار نښلولو سړک د پراخولو چارې پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/27

د کندهار ښاروالۍ له لوري په ښار کې د برېښنا کوټ په نوم د یوه مهم سړک د پراخولو چارې پیل شوې.

چارواکي وايي، دا سړک د ۷۰ میلیونو افغانیو په لګښت جوړیږي چې د اروزګان ولایت او د کندهار شمالي ولسوالۍ به له کندهار ښار سره ونښلوي.

دوی زیاتوي چې د دې سړک جوړولو د لومړي فاز چارې به د روان لمریز  کال  تر پایه بشپړې شي.

د کندهار ښاروالۍ  ویاند سیف الله عاصیم وايي: « دا سړک چې د اروزګان ولایت ترڅنګ د کندهار شمالي ولسوالۍ هم له کندهار ښار سره وصلوي، تقریبا ً ۷ کیلومټره اوږدوالی لري. دا سړک د برېښنا کوټ له پله پيل تر کوتل مورچې پورې جوړېږي. د دې سړک پلنوالی مخکې ۳۰ متره و، خو تېر کال کندهار ښاروالۍ دا سړک پراخ کړ او تر ۴۰ مترو ورسېد. د دې سړک په مسیر کې چې کوم دوکانونه او کورونه ودان وو، تېر کال ویجاړ شول او سږ کال یې دا دی د اساسي رغونې چارې پيل شوې. له برېښنا کوټ پیله څخه پيل تر زړې هډې پورې چې تقریبا ً ۲.۵ کیلومټره کېږي، سږ کال په پلان کې ده چې په اساسي او معیاري توګه ورغول شي.»

د کندهار ښاروالۍ د ودانیزو چارو مدیرانجینر ولي شاه خاکسار وايي: « دا سړک به له نړیوالو معیارونو سره سم په اساسي توګه د ۴۰ مترو په عرض باندې جوړ شي. په لومړیو کې د ختیځ په طرف د ۲۰ مترو په عرض پراخېږي او په نږدې راتلونکي کې به یې د لوېديځ طرف کارونه هم د ۲۰ مترو په عرض پيل شي.»

په ورته مهال، د کندهار او اروزګان ولایتونو اوسېدونکي وايي، د دې سړک رغونه به نه یوازې د دوی ټرانسپورټي ستونزې حل کړي، بلکې د سوداګرۍ، کرنیزو محصولاتو او ورځنیو توکو د چټک او خوندي لېږد لپاره به هم اسانتیاوې برابرې کړي.

د اروزګان اوسېدونکی قاري خان محمد وايي: « موږ به چې دلته راتلو، په دې سیمه کې به ډېر سخت بیروبار و، له ډېرو کسانو سره به عاجل ناروغان هم وو، خو د ګڼې ګوڼې له امله مو هدف ته ځان نه شو رسولی.»

د کندهار اوسېدونکی نصیب الله وايي: « د دې سړک په پراخېدو سره به د ټکرونو مخه ونیول شي، ځکه دا سړک کوچنی و او په هغو ورځو کې به ډېرې ټرافیکي پېښې کېدلې چې د اختر په څېر به ملی مناسبتونه وو.»

د کندهار یو بل اوسېدونکی احمد الله وايي: « د دې سړک رغېدل او پراخېدل به خلکو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي؛ په ځانګړې توګه به د اروزګان ولایت او شاه ولیکوټ ولسوالۍ خلک ډېر هوسا شي. د ښاروالۍ له مسوولینو غوښتنه کوو چې هغو سړکونو ته هم پاملرنه ډېره کړي چې کارونه یې نیمګړي پاتې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ښاروالۍ د مسوولینو په خبره،  نږدې وخت کې به د کندهار ښار د څو نورو مهمو سړکونو د پراخولو چارې هم پیل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist