Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د راتلونکو پنځو کالو لپاره پراختیایي تګلاره تصویب کړه

اسلامي امارت د راتلونکو پنځو کالو لپاره پراختیایي تګلاره تصویب کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/27

د اسلامي امارت وياند ذبيح اللّٰه مجاهد د افغانستان د پراختيايي تګلارې په اړه د رسنیو مرکز کې د خبري ناستې پر مهال وویل، د افغانستان پراختيايي تګلاره د پنځو کالو لپاره تدوين او د اسلامي امارت د رهبر له لوري منظوره شوې چې په تطبيق سره به يې هېوادوال په بېلابېلو برخو کې د غوره پرمختګونو او متوازن انکشاف شاهدان وي او د بې کارۍ کچه به ورسره د پام وړ ټيټه شي.

مجاهد  په دې اړه وايي: « د افغانستان اسلامي امارت پراختیايي تګلاره د داخلي سرچینو او ظرفیتونو په کار اخیستلو، د هېواد د لویو اساسي موخو ترلاسه کولو لپاره ترتیب او د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظ الله تعالی د حکم پر اساس منظوره شوې ده. دغه ستراتیژي یو جامع، واحد او اوږدمهاله سند دی چې د راتلونکو پنځو کالو لپاره د هېواد د بنسټیزو اهدافو ترلاسه کولو په موخه چمتو شوی او د امارت ټولې سرچینې په یوه واحد مسیر کې رهبري کوي.»

د مجاهد په خبره،  دغه تګلاره یو هر اړخیز او واحد اوږدمهاله سند دی چې د راتلونکو پنځو کالو لپاره د هېواد د بنسټیزو موخو د پلي کېدو په موخه چمتو شوی او د حکومت ټولې سرچینې په یوه واحد لوري رهبري کوي.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي: « دا ستراتیژي تر ډېره په خپلو منابعو متکي ده، هم بشري قوه افغاني ده او هم مالي سرچینې افغاني دي، ځکه نو تمه شته چې له ډېرو ننګونو سره به مخ نه شي. بله خبره دا ده چې هم د اسلامي امارت په مشرتابه، هم وزارتونو او هم مسوولینو کې ژمنتوب او تعهد شته دی او هغه کار چې د تعهد له مخې کېږي، ننګونې یې کمې وي.»

د اسلامي امارت ویاند دغه راز وايي، د ملي پراختیا دغه سند درې اساسي برخې لري چې ښه حکومتوالي او نړیوالې اړیکې، امنیت او عامه نظم او اقتصادي او ټولنیز پرمختګ دي.

 همدارنګه لس سکټورونه د اقتصادي او کرنیزو چارو سکټور، د طبیعي سرچینو او انرژۍ  سکټور، د استوګنې او ټولنیزې همغږۍ سکټور، د ټرانسپورټ او مخابراتو سکټور، د دیني او عصري پوهنې او کولتوري چارو سکټور، د روغتیا  سکټور، د ټولنیز خوندیتوب او چاپېریال ساتنې سکټور او پنځه لس د لومړیتوب وړ پروګرامونه لري.

مجاهد په دې اړه وايي: « لومړی، د شرعي قوانینو واکمني او د اسلامي ټولنیز عدالت د تأمین برنامه؛ دویم، د ښې حکومتولۍ او نړیوالو اړیکو د لومړیتوب وړ برنامه؛ درېیم، د عامه سکټور د اصلاح، روڼتیا او حساب ورکونې برنامه؛ څلورم، د سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا برنامه؛ پنځم، د امنیت د دوام، عامه نظم او سرحدونو د ساتنې د لومړیتوب برنامه؛ شپږم، د قانون تنفیذ، له جرمونو سره د مبارزې او د محلي حکومتولۍ د پیاوړتیا برنامه؛ اووم، د ښاري پراختیا او کلیوالي پرمختګ برنامه؛ اتم، د اقتصادي او ټولنیزي پراختیا رکن د لومړیتوب برنامه.»

د اسلامي امارت ویاند د دې ستراتیژۍ په اړه وړاندې وایي، د هېواد د پراختیایي چارو مدیریت لپاره د واحد چتر رامنځته کول، د نظام د اساسي موخو او لومړیتوبونو ترلاسه کولو لپاره د سرچینو مؤثر تخصیص، د هېواد د لویو موخو او لومړیتوبونو د تحقق لپاره د دولتي ادارو د فعالیتونو توحید او انسجام، د هېواد د بنسټیزو  موخو په چوکاټ کې د خصوصي سکټور تنظیم او د هېواد په کچه د متوازن انکشاف تسهیل یې لوی اهداف دي چې له داخلي بودیجي او کورنۍ بشري قوې په کارولو سره به تطبیق شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist