Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له امنیت شورا د هند غوښتنه؛ نوي ډيلي ته د متقي پرسفر بندیز لغوه کړئ

له امنیت شورا د هند غوښتنه؛ نوي ډيلي ته د متقي پرسفر بندیز لغوه کړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/27

د سي.اېن.اېن ۱۸ په نوم رسنۍ د هندي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې نوی ډيلي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې هند ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقی پر رسمي سفر محدودیت لرې کړي.

په راپور کې راغلي، نوي ډيلي د متقي دې سفر ته ټول لوجسټیکي او ډېپلوماټیکې چوپړتیاوې چمتو کړې دي او د اسلامي امارت له لوري یې مثبت ځواب هم ترلاسه کړی.

په راپور کې ویل شوې، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرچینې هم ورته تایید کړې چې د دې سفر په اړه یې رسمي غوښتلیک ترلاسه کړی چې د ملګرو ملتونو له مجوز ترلاسه کولو وروسته به ترسره شي.

سرچینې د هندي چارواکو له خولې لیکلي: « نوي ډیلي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی رسمي سفر ته ټول لوجسټیکي او ډېپلوماټیک چمتوالی نیولی. موږ اوس مهال د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سفر محدودولو او څار کمېټې پرېکړو ته منتظر یو چې کره نېټه به یې وروسته اعلان شي.»

د راپور په یوه بله برخه کې د ملګرو ملتونو د یوې سرچینې د قول پر بنسټ راغلي، د اسلامي امارت پر چارواکو د سفر محدودولو ۱۹۸۸ کمېټې د دې سفر په اړه بحثونه پیل کړي دي.  

د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د جنورۍ پر ۸ مه نېټه، د نوي ډيلي او کابل ترمنځ د ډېپلوماټیکو اړېکو ټينګښت لپاره لومړی د لوړې کچې کتنه د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د  هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال وېکرم میسري ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه.

د دې لیدنې اجنډا دوه اړخیزې اقتصادي همکارۍ او د هند له لوري افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام ټينګار و.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « ما مخکې هم دا خبره کړې چې له روسیې وروسته ښايي هند دویم هېواد شي چې اسلامي امارت به پر رسمیت وپېژني؛ ځکه دغه کار د تاریخ په اوږدو کې شوی. که هند له افغانستان سره په اقتصادي او ډېپلوماټیکو چارو کې همکاري ولري، دغه کار دواړو هېوادونو ته پر ګټه دی.»

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځي وايي: « د افغانستان لپاره ضروري ده چې چارواکي یې نږدې هېوادونو ته سفرونه ولري او د هغوی له چارواکو سره وګوري. په دغو ناستو کې د امنیت، اقتصاد او سیاست په اړه نظرونه شریکېږي؛ خو دا بندیزونه او محدودیتونه به افغانستان نور هم څنډې ته کړي. په دې سره په قصدي توګه د افغانستان د اقتصادي اتصالي نقطو د نښلولو مخنیوی کېږي.»

بهرنیو چارو وزارت لا تراوسه نوي ‌ډيلي ته  د مولوي امیرخان متقي د سفر په اړه څه نه دي ویلي او نه یې د رسمي بلنلیک تر لاسه کولو او د سفر بندیز په اړه غبرګون ښودلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist