Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې له ایرانه راستنو شویو ۶ زرو تنو ته د کار زمینه برابره شوې

هرات کې له ایرانه راستنو شویو ۶ زرو تنو ته د کار زمینه برابره شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/26

د هرات  ولایت د کانونو او صنایعو خونې مسوولین وایي، له ګاونډیو هېوادونو د راستنو شویو کسانو له ډلې، له ۶ زرو ډېرو هغو ته د دې ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د کار زمینه برابره شوې ده.

دوی زیاتوي، که حکومت صنعتکارانو ته ځمکه او د برېښنا اسانتیاوې برابرې کړي، له ۱۰۰ زرو ډېرو نورو کسانو لپاره به هم د کار زمینه برابره کړي.

د هرات کانونو او صنایعو خونې رییس عبدالناصر امین وايي: « موږ د صنعتي ښارګوټي په څلورم او پنځم فاز کار پیل کړی او فابریکې په کې جوړېږی. زه ډاډ ورکوم، که صنعتکارانو ته ځمکه او برېښنا په واک کې ورکړل شي، موږ کولی شو ۱۰۰ زره نور کسان له ځان سره ونیسو. راستنېدونکي افغانان دې مطمئن اوسي چې دلته د کار زمینه شته او موږ کسان نیسو.»

په کار ګومارل شوي کسان د کاري فرصتونو له برابرېدو هرکلی کوي، خو ټینګار کوي چې په کوردننه دې پانګونه زیاته او خلکو لپاره دې کاري زمینه پراخه شي.

له ایرانه راستون شوی میرویس وايي: « په هېواد کې پانګونه کول د ځوانانو لپاره ډېره ښه ده ، ځکه دوی به د ایران په څېر هېوادونو ته له ورتګ خلاص شي. دا موږ ته د ویاړ ځای دی چې په خپل وطن کې کار وکړو او د آبادۍ برخه شو. زه له هغو سوداګرو ډېر خوښ یم چې هرات ولایت کې کارخونې جوړوي.»

له ایرانه راستون شوی محمد یونس وايي: « ډېر به ښه شي، که دا پانګه وال دلته پانګونه وکړي، ځوانانو ته کار پيدا کېږي او بېکاري کمېږي.»

ځايي مسوولان تازه د راستنو شویو لپاره د کاري زمینې برابرولو خبر داسې مهال ورکوي چې د دې ولایت د چارواکو په خبره، د برېښنا ستونزې د هواري او هلته د پانګونې لپاره د لا غوره فرصتونو برابرېدو په موخه د بادي او لمریزې برېښنا پروژې پیل شوې دي.

د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د هرات محلي اداره په دې ولایت کې د برېښنا ستونزې هوارولو لپاره پرله پسې هڅې کړې او دا مهال د برېښنا د تولید په څو پروژو کار روان دی. دغه راز د بادي، آبي، ګازي، ذغالي او لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې د هرات له ظرفیت ګټې اخیستنې لپاره هم کار روان دی، ترڅو د هرات خلکو او په ځانګړي توګه د صنعتي ښارګوټي د برېښنا ستونزه هواره کړو.»

د هرات د صنایعو او کانونو خونې د شمېرو له مخې، اوس مهال د دې ولایت په صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا ۱۱۶۰ کارخونې فعالیت کوي او شاوخوا ۱۵۰ زره کسان په کې پر کار بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist