Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جلال اباد ښاروالي:روان کال کې مو ۲۵ زروکسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي

جلال اباد ښاروالي:روان کال کې مو ۲۵ زروکسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/25

د جلال اباد ښاروالۍ مسوولینو د ښار په نهمه ناحیه کې د یونیپس موسسې له لوري د سړک جوړونې یوې پروژې د پرانستنې پر مهال وویل، د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال له پیله تر اوسه پورې د همکارو موسسو پر مټ بریالي شوي چې ٤٢ بېلابېلو پروژو کې ۲۵ زرو کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

د دوی په خبره، پردغو پروژو ٣٥٠ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او په کاري برخه کې هغو کسانو ته لومړیتوب ورکول شوی چې په داخلي توګه بېځایه شوي یا له کډوالۍ راستانه شوي دي.

د جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري چارو رییس وحید الله مخلص وايي: «  موږ په ټولو ناحیو کې ۴۲ پروژې درلودې چې ۳۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، ۲۵ زرو کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې او تر ډېره په کې بېوزله کسان، تازه راستانه شوي او کورني بېځایه شوي ګومارل شوي وو.»

په دغو پروژو کې پر کار بوخت کارګران بیا وایي، حکومت دې ورته د دایمي بوختیاوو لپاره زمینه برابره کړي.

کارګر حبیب رحمن وايي: « موږ غواړو دایمي کار ولرو، هغه که په هره برخه کې وي، مقصد دا چې موږ پرې مصروف شوو او خپلو کورنیو ته حلاله ډوډۍ پیدا کړو.»

یوبل کارګر نصرالله وايي: « دا کار خو د یوې میاشتې لپاره دی او بیا دا پروژه ختمېږي، باید موږ ته د کار کولو دایمي زمینه برابره شي. ډېر کسان بې تعلیمه دي، نو دوی ته باید د مسلکي زده کړو، خیاطۍ، مستري ګرۍ او نورو حرفو کې زده کړې ورکړل شي.»

په ورته مهال، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وايي، ځوانانو ته د دایمي روزګار پیدا کولو په موخه په ټولو ولایتونو کې د حرفوي زده کړو پروګرامونه روان دي او له لارې به یې ځوانان د کار په مارکېټ کې دایمي بوختیا پیدا کړي.

دوی زیاتوي، وروستیو کې یې ځینو هېوادونو ته د کار په موخه د مسلکي ځوانانو د لېږد چاره هم پیل کړې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي: « هغه کسان چې نالوستي دي یا یې زده کړې نیمګړې پاتې دي، د هغوی لپاره د فني او حرفوي زده کړو پروګرامونه لرو، ترڅو په وسیله یې په بازار کې د کار خاوندان شي. په دې وروستیو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له قطر هېواد سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی چې له مخې یې ۷ زره ۹۰۰ تنو ته کاري فرصتونه ترلاسه شوي دي.»

جلال اباد ښاروالۍ داسې مهال د دغو پروژو د تطبیق خبره کوي چې لاهم د دې ښار اوسېدونکي پرله پسې له مسوولو ادارو د ښاري ښکلا د ډېرېدو پرغوښتنې سربېره، د ښاري نظم رامنځته کولو غوښتنه کوي.


شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist