Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: د افغانستان۷۳ سلنه ښاریان په غیرپلاني استوګنځایونو کې اوسېږي

ملګري ملتونه: د افغانستان۷۳ سلنه ښاریان په غیرپلاني استوګنځایونو کې اوسېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/25

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (یو.اېن. هبیتات) د افغانستان لپاره د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو د سټراټیژیکو لومړیتوبونو راپور شریک کړ.

په دې راپور کې د افغانستان اوسني ټولنیز وضعیت، د ښځو او نجونو ژوند، اقتصادي حالت او د افغانستان په ښارونو کې د نفوسو بې ‌مخینې زیاتوالي په اړه څرګندونې راغلې دي.

په راپور کې اوږدمهاله جګړې، سیاسي بې ‌ثباتۍ، اقتصادي بحران او اقلیم بدلون د خلکو د ناوړه ژوند اصلي لاملونه ښودل شوي او راغلي چې شاوخوا ۲۳میلیونه افغانان له فقر سره مخ دي.

د راپور یوه برخه: « اوږدمهاله جګړې، سیاسي بې ‌ثباتۍ، اقتصادي بحران او اقلیم بدلون اغېزې په افغانستان کې د لوږې او فقر اصلي لاملونه دي. په دې هېواد کې شاوخوا ۲۳میلیونه وګړي له فقر سره مخ دي او په ناوړه بشري وضعیت کې ژوند کوي.»

د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الرحمان شمال وايي: « د نړیوالې ټولنې له ملاتړ پرته له دې ننګونو وتل ناشوني دي. زه هیله لرم د افغانستان اوسنی حکومت هم په خپلو پالیسیو کې بدلون راوړي، ترڅو له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د نښلېدلو لپاره ګامونه پورته شي او دغه راز د بشردوستانه خدمتونو لپاره کار وشي، همدارنګه نړیواله ټولنه د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو، د ستونزو د هواري په موخه خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.»

د راپور بله برخه د افغانستان په ښارونو کې د خلکو ژوند ته ځانګړې شوې.

 په دې برخه کې د ښارونو غیرپلاني وده او د خلکو د مېشتېدنې تراکم د اندېښنې وړ بلل شوي او ویل شوي چې شاوخوا ۷۳سلنه وګړي په غیر پلاني استوګنځایونو کې اوسېږي.

د راپور یوه برخه: « میلیونونه خلک د کورنیو جګړو او له ګاونډیو هېوادونو تر راستنېدو وروسته په غیرپلاني مېشت ځایونو کې ژوند کوي. شاوخوا ۷۳سلنه ښاریان په غیر رسمي مېشت‌ځایونو کې اوسېږي چې دې چارې یې د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی ستونزمن کړی.»

حکومت بیا وایي، په ښارونو کې غیرپلاني وده او ښارګوټي ورته له تېرو حکومتونو په میراث پاتې دي او د پلاني کېدو لپاره یې دوی عملا هڅې پیل کړې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند کمال افغان وايي: « د اسلامي امارت له حاکمیت وړاندې د تېرو دورو او رژیمونو د اړوند مسوولینو د نه پاملرنې له امله په افغانستان کې غیر پلاني وده او پراختیا تر ډېره حده رامنځته شوې چې هم یې حکومت او هم یې ولس ته ستونزې جوړې کړې دي. له هغه وروسته چې اسلامي امارت بیاځل په بشپړه توګه حاکمیت پيدا کړ، دې برخې ته جدي پاملرنه شوې. د کور او ښارجوړونې وزارت هڅې پیل کړې چې اوسنۍ غیر پلاني وده او پراختیا مهار او اصلاحات په کې راولي او په راتلونکي کې یې مخنیوی وکړي.»       

د ملګرو ملتونو یادې ادارې همدا راز په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره پر زده ‌کړو، کار، روغتیايي خدمتونو او ټولنیز ژوند محدودیتونه هم د اندېښنې وړ بللي.

د چارو شنونکي بیا وایي، افغان ښځو ته د زده ‌کړو او کار زمینې برابرول د هغوی د ژوند اصلي اړتیا ده او باید له پامه ونه ‌غورځول شي.

د ښځو د حقونو فعاله اصفه ستانکزۍ وايي: « د افغان نجونو لومړیتوب لوړ کیفیت او برابرو زده کړو ته لاسرسی او له ټولنیزو ملاتړ او امنیت برخمنتیا ده؛ ترڅو له وېرې او تاوتریخوالي پرته ژوند وکړي. مرستې باید د هغوی پر اقتصادي پیاوړتیا، تحصیلي بورسونو ورکولو او کارموندنې باندې تمرکز ولري.»

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام د خپل راپور په پای کې ډاډ ورکړی چې د افغانانو ملاتړ ته ژمن دي او هڅه کوي د ښاري پراختیا، د کورونو جوړولو د وګړو د ژوند ښه کېدو لپاره د هغوی بشپړ لاسنیوی وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist