Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تحریک طالبان پاکستان د افغان خاورې کارولو په تړاو د افتخار احمد تورونه رد کړل

تحریک طالبان پاکستان د افغان خاورې کارولو په تړاو د افتخار احمد تورونه رد کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/25

تحریک طالبان پاکستان(ټي.ټي.پي) په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد د وروستيو هغو څرګندونو او ادعاوو ته غبرګون ښودلی چې کواګې یاد تحریک د خپلو عملیاتو لپاره د افغانستان له خاورې ګټه اخلي.

ټي.‌ټي.‌پي په دې اړه یوې اعلامیه کې د نوموړي یاد تورونه په کلکه رد کړل او د دې هېواد ریاست یې د پروپاګند او ناسمو مالوماتو په خپرولو او د یاد سازمان په تېر ایستنې تورن کړ.

د اعلامیې یوه برخه: « د پاکستان ریاست له اوږدې مودې راهیسې په سیمه ‌ییزه او نړیواله کچه داسې پروپاګند روان کړي چې د ټي.‌ټي.‌پي مجاهدین د افغانستان له خاورې په ګټنې په پاکستان کې عملیات کوي او بېرته یاد هېواد ته وراوړي؛ خو د پاکستان خلک او نړۍ په دې ښه پوهېږي چې دا پروپاګند هېڅ ډول اعتبار نه لري.»

ټي.‌ټي.‌‌پي په دې اعلامیه کې پاکستان پر دې ننګولی چې د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم او د کلکو امنیتي تدابیرو له نيولو سربېره څنګه امکان لري چې د تحریک طالبان پاکستان غړي دې ور واوړي.

اعلاميه کې ويل شوي، پاکستان له تېر وخت راهیسې دا هڅه کوي چې په دې ډول ناسمو او له حقیقته لرې څرګندونو ملګري ملتونه وغولوي او په دې پلمه د تېر په څېر له دې سازمان سیاسي او امنیتي ګټه پورته کړي.

تحریک طالبان پاکستان د عاصم افتخار احمد د ادعاوو د پوره څېړنې لپاره د ملګرو ملتونو له لوري په بې طرفه ډول د څېړنو غوښتنه کړې.

د تحریک طالبان پاکستان اعلامیه په دې اړه وايي: « موږ په جدي ډول له ملګرو ملتونو او د دې سازمان له پیاوړو غړیو چې پر حقایقو ولاړو مالوماتو باور لري؛ غواړو چې د څېړنیز ټیم په ګومارلو سره په بې پرې ډول د پاکستان د استازي څرګندونې وڅېړي او د پاکستان پوځي او امنیتي ادارو ته دا موقع برابره نه کړي چې د خپلو غولوونکو مالوماتو پر اساس یو ځل بیا د ملګرو ملتونو له سازمان سیاسي او امنیتي ګټه پورته کړي.»

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هم مهاله د پاکستان پوځي او سیاسي چارواکي په مکرر ډول تورونه پورې کوي چې د افغانستان حکومت یې له خپلو مسوولیتونو د دوی تېښته او بې اساسه ادعاوې بولي.

د سیاسي چارو کارپوهان په یاده برخه کې د پاکستان د تورونو لړۍ د اسلام ‌اباد اساسي پالیسي ګڼي چې په نړیوالو سټېجونو کې د افغانستان د رسمي استازي له نه شتوالي ناسمه ګټه پورته کوي.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « دا د پاکستان پالیسي ده چې باید یو څوک ملامت کړي. د ټي.ټي.پي په اړه پر افغانستان او طالبانو تور لګول د پاکستان په الزاماتو کې یو دود ګرځېدلی او لامل یې دا دی چې پاکستان پوهېږي افغانسان په نړۍ کې منزوي دی او هېڅ ځای داسې استازی نه لري چې د ځان دفاع وکړي، نو له همدې امله غواړي خپل تور لاسونه په افغانستان پاک کړي. دا په داسې حال کې ده چې موږ ټول پوهېږو د پاکستان مشکلات داخلي دي، له خپلو خلکو، پښتنو، بلوڅو او نورو اقلیتونو سره ستونزې لري، خو نه غواړي چې دا واقعیتونه ومني.»    

دا داسې مهال ده چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد تېره اونۍ ٬٬له ترهګرۍ د نړۍ سولې او امنیت ته د ورپېښو ګواښونو،، تر سرلیک لاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې تور پورې کړی چې ګواکي د داعش خراسان ډلې په شمول، ټي.‌ټي.‌پي، بلوڅ آزادي غوښتونکي او د مجید برېګېډ وسله ‌والې ډلې په افغانستان کې فعالانه حضور لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي.

هغه تورونه او ادعاوې چې د افغانستان حکومت هم په خپلو غبرګونونو کې په کلکه رد کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist