Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان کډوال: له افغانانو سره د پاکستان پوليسو چلن لا بدتر شوی

افغان کډوال: له افغانانو سره د پاکستان پوليسو چلن لا بدتر شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/25

پاکستان کې د پي.او.ار کارټ لرونکو افغان کډوالو د ایستل کېدو لپاره د ټاکل شوي ضرب‌الاجل له نږدې کېدو سره هم مهاله، د افغان کډوالو د جبري اخراج یوې بلې احتمالي څپې پيل کېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال جبري اخراج او د ویزو نه تمدید کېدل د ځان پر وړاندې زیاتېدونکې او جدي ستونزې بولي او د افغانستان له حکومت يې د حل غوښتنه کوي.

پاکستان مېشت افغان کډوال مصطفی وايي: « د پاکستان له حکومت غوښتنه کوو چې موږ ته نور وخت هم راکړي، ځکه دا وخت ډېر کم دی او په دومره کم وخت کې د له یونیم تر دوه میلیونه مهاجرینو ایستل، نا شونې خبره ده»

پاکستان کې دېره افغان مجاهد شينواری وايي: « دا کاروبار په یوه میاشت کې نه راټولېږي، موږ د پاکستان له حکومت غواړو چې د ۴۶ کالو کاروبار په دومره وخت کې نه راټولېږي، نو تاسو باید افغانانو ته نور وخت ورکړئ، ترڅو شتمنۍ یې په پاکستان کې پاتې نه شي.»

ځينې نور افغان کډوال د پاکستان له خوا د وېزو نه تمديد او د کورونو مالکانو له لوري د فشار له امله اړ شوي چې له کورونو وايستل شي او په سړکونو او پارکونو کې مېشت شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوهان وایي، د  کډوالو ستونزو د حل لپاره دې د افغانستان حکومت له پاکستان او ایران سره خبرې وکړي، ترڅو په یادو هېوادونو کې د افغان کډوالو په وړاندې روان چلن بدل شي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « اسلامي امارت ته په کار ده چې د پاکستان او ایران له مشرانو سره د کډوالو د جبري اخراج، ظلم او د هغوی حقونو په اړه خبرې وکړي، ترڅو هلته چې کوم کډوال مېشت دي، حقونه یې خوندي وساتل شي.»

د سیاسي چارو شنونکی مرتضی مطهري وايي: « هغه کډوال چې را ایستل شوي یا مجبور شوي چې خپله راستانه شي، اوس په افغانستان کې تر سختو شرایطو لاندې ژوند کوي، سرپناه، شغل او کار ته اړتیا لري. نړیوال او کورني مرستندویه نهادونه باید له دغو راستنو شویو کډوالو سره همکاري وکړي.»

په پاکستان کې د افغانستان سفیر هم له کډوالو سره د بد چلن دوام مني او د دوی پر وړاندې د پاکستان پرېکړه يو اړخيزه بولي.

سردار احمد شکیب له پاکستان غواړي چې افغان کډوالو ته په خپله خوښه او باعزته توګه د ستنېدو فرصت ورکړي.

شکیب په دې اړه وايي: « د پاکستان حکومت چې کومه پرېکړه کړې او له مخې یې د پي.او.آر کارت لرونکي چې پر نړیواله کچه منل شوي مهاجران دي، باید په اړه یې د مهاجرت د نړیوال قانون په چوکاټ کې درې اړخیزه پرېکړه وشي، خو دا پرېکړه پاکستان په یوازې ځان کړې، دغو مهاجرانو ته یې د اګست تر پایه وخت ورکړی. په دې پرېکړه کې څو ملاحظات دي؛ لومړی دا چې دا وخت ډېر کم دی او مهاجرین شکایت کوي چې نه شي کولی خپل منقول او نامنقول جایدادونه او شتمنۍ راټول کړي، باید لا زیات وخت ورکړل شي ترڅو هغوی خپل مالونه او کډې په باعزته توګه انتقال کړي.»

بله خوا، د روغتیا نړیوال سازمان هم له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو اخراج دوام په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلې يې دي چې دې سازمان را ستنو شویو افغان کډوالو ته پر وخت روغتیایي خدمات رسولي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې اړه ویلي: « په ختیځه حوزه کې ۳ زره ۸۴۳ کسانو ته بېړني خدمات او ۵۸ زره ۲۱۰ کسانو ته د شري ناروغۍ واکسین ورکړل شوی. په لوېدیځه حوزه کې ۱۰۷۹ کسانو ته لومړني روغتيايي خدمات، ۲۷۹ کسانو ته بېړني خدمات او ۲۴زره ۵۱۹ کسانو ته د شري ناروغۍ واکسین ورکړل شوی.»

دا اندېښنې په داسې مهال دي چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت پي.او.ار کارت لرونکو افغانانو ته د راتلونکې سپټمبر تر لومړۍ نېټې مهلت ورکړی، ترڅو له پاکستانه ووځي.

بل پلو، د ایران د سمنان ولایت انتظامي مسوول عباس عرب ویلي، تېرو ۷۲ ساعتونو کې ۲۷۳ افغان کډوال د اسنادو نه لرلو له کبله نیول شوي دي.

عرب ویلي، له ایرانه د ناقانونه کډوالو د پېژندلو، نیولو او بېرته لېږلو بهیر لا هم دوام لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist