Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مسکو کې د افغانستان سفارت پلاوي د بېلاروس زندانونو کې بندي افغانانو پوښتنه کړې

مسکو کې د افغانستان سفارت پلاوي د بېلاروس زندانونو کې بندي افغانانو پوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/25

په روسیې کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی چې بېلاروس ته د دې سفارت یو پلاوی تللی او هلته یې د هغو افغانانو د خوشې کولو هڅې پیل کړې دي چې په دې هېواد کې بندیان دي.

 په مسکو کې د افغانستان سفارت وايي، د یاد سفارت مستشارعبدالله یاسر پر مشرۍ بېلاروس ته تللي پلاوي له هغو زندانونو لیدنه کړې چې په کې ځينې افغانان هم بنديان دي.

په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت هم وایي، په دې کتنه کې د بندي شویو هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د بېلاروس له یو شمېر چارواکو سره کتنې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمدضیاء تکل وايي:« په دې لیدنه کې د توقیف شویو هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د بېلاروس له یو شمېر چارواکو سره د سفارت د مستشار کتنې شوې او د زنداني شویو هېوادوالو د ستونزو حل او په ځانګړې توګه یې هېواد ته د لېږد په برخه کې د همکارۍ په تړاو بحثونه شوي.»

د سیاسي چارو شنونکی بیا بېلاروس ته د اسلامي امارت چارواکو د سفرهرکلی کوي او وایي، دا ډول سفرونه او لیدنې او خبرې کولی شي چې د دواړه هېوادونو ترمنځ سیاسي تعامل ته هم لاره پرانیزي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « دا چې د اسلامي امارت پلاوی بېلاروس ته تللی او هلته یې د زنداني افغانانو پوښتنه کړې او بله دا چې ښايي د دواړو غاړو د اړیکو ټینګولو په اړه هم مذاکرات وکړي او په دې کې استدلال وشي چې بېلاروس هېواد د افغانستان حکومت پر رسمیت وپېژني.»

ځینې نور بیا وايي، په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو او کډوالو پوښتنه او احوال اخیستل هم په دې مانا دي چې اوسنی حکومت د نړۍ په هر ګوټ کې د خپلو خلکو پوښتنه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « دا د دې څرګندونه کوي چې د افغانستان خلک چې هر ځای وي، باید پوښتنه یې وشي. بېله شکه، بېلاروس یو له هغو هېوادونو دی چې له لوېدیځو هېوادونو سره ګډه پوله لري او زموږ خلک له دې لارې په قاچاقي توګه اروپا ته سفر کوي. یو شمېر افغانان له همدې امله د بېلاروس په زندانونو کې بندي دي.»

له دې مخکې هم په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان کونسلګریو له لوري د بندي شویو افغانانو د خلاصون لپاره هڅې کړې دي.

 په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه د پاکستان له بندخونو د افغانانو راخلاصېدل زیات شوي دي.

د افغانستان حکومت له ایراني چارواکو سره هم هلته د افغان بندیانو د خلاصون لپاره هڅې کړې وې او په پایله کې يې د بنديانو تبادله هم شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist