په دې وروستیو کالونو کې د پکتیا کروندګرو هم د هندواڼو کرکیلې ته مخه کړې. د دې ولایت په زرمت ولسوالۍ کې که څه هم کروندګر د هندواڼو سږنیو حاصلاتو ته خوښ دي، خو هم مهاله له اړوند ادارو په یاده برخه کې د عصري سیسټمونو په پلي کېدو او شته نیمګړتیاوو د هواري برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
کروندګر ضیا الرحمن وايي: « حکومت باید د بازار موندنې په برخه کې همکاري وکړي، لارې راته خلاصې کړي، ځکه چې پاکستان د غلام خان لاره تړلې ده.»
کروندګر رضوان الله وايي: « سږ کال په زرمت کې ډېرې ښې هندواڼې شوې او ښه ډېر حاصلات لري، په داخلي بازارونو کې دومره مال نه خرڅېږي، خو بهر ته د صادراتو لارې تړلې دي. هیله لرو لارې خلاصې شي»
اخوا ځایي مسوولین وایي، سږ کال په دې ولایت کې پر شاوخوا ۴۰۰ جریبه ځمکو باندې د هندواڼو پالېزونه کرل شوي چې د تېر پرتله څو برابره زیات حاصلات لري.
دوی همدا راز زیاتوي، د اوبو سپما، د کرنیزو حاصلاتو په لوړوالي کې مهم رول لري او له همدې امله یې د دې ولایت په ډېرو سیمو کې کروندګرو ته د اوبو د زیات لګښت د مخنیوي په موخه عصري سیسټمونه برابر کړي دي.
د پکتیا کرنې ریاست د ترویج مدیر عزیزالله کریمي وايي: « موږ سږ کال ۵۰ سلنه د هندواڼو او ۵۰ سلنه هم د لوبیا په برخه کې اجازه ورکړې وه چې په دې سیسټم یې وکري او دوی هم دا کار وکړ.»
د پکتیا اوبو او انرژۍ رییس محمد کریم فاتح وايي: « زموږ کمېټې تر اوسه څه کم ۴ زره جریبه ځمکه قطره يي سیسټم ته اړولې ده. د دې سیسټم په برکت حاصلات هم ښه شوي او ترځمکې لاندې اوبو ته به هم ګټه ورسوي.»
پکتیا چې د هېواد له سړو سیمو بلل کېږي، مڼې یې د هېواد پر کچه له مشهور مېوو دي، خو د هندواڼو سږني حاصلات یې هم بېساري ګڼل شوي دي .
چارواکي وایي، د کروندګرو د هڅونې او اوبو د عصري مدیریت په مرسته به د دې ولایت کرنه لا پرمختللې کړي.