Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د نفتي توکو بیو لوړېدو خلک اندېښمن کړي

هرات کې د نفتي توکو بیو لوړېدو خلک اندېښمن کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/24

که څه هم ملي کرنسۍ (افغانۍ) په بازار کې د بهرنیو اسعارو او په ځانګړي توګه د امریکايي ډالر پر وړاندې خپل ارزښت ساتلی، خو لاهم هرات کې د نفتو بیې ورځې تر بلې لوړېږي.

تېل پلورونکي وایي، تېرو دوو اونیو کې د یو لېټر تېلو بیه له ۶۵ تر ۷۰ افغانیو او د یو کیلو مایع ګاز بیه ۶۵ افغانیو ته لوړه شوې.

تېل پلورونکی ادریس احمدي وايي: « د تېلو بیې په ورځنیو حالاتو پورې اړه لري. دا چې خپله افغانستان تېل نه لري، د تېلو بیې د نړۍ له هر تحول سره ښکته پورته ځي.»

تېل پلورونکی سید هاشم سادات وايي: « ښه تېل په هر لېټر کې تر ۵ افغانیو لوړ شوي، پخوا مو یو لېټر په ۶۶ ورکول او اوس یې ۷۰ افغانیو ورکوو. عادي تېل هم ۴ افغانۍ ګران شوي. له هغې ورځې چې تېل ګران شوي، زموږ  فروشات هم ورسره کم شوي دي.»

بله خوا د هرات ځایي مسوولین هم د تېلو بیو لوړېدل مني او زیاتوي چې د بې کیفیته تېلو د وارداتو مخنیوی، د تقاضا زیاتوالی او د روسیې له خوا د پټرولو صادراتو کې ۸۰ سلنه کموالی په کور دننه د نفتي توکو د بیو لوړېدو لاملونه ګڼلي.

د هرات نفتو او ګازو دولتي شرکت رییس سید حفیظ الله عاصم وايي: « له دې وړاندې افغانستان ته ډېر بې کیفیته تېل وارېدېدل، مثلا ً ۸۰ پټرول، خو اوس دا تېل بند شول. دا چې تقاضا ډېره ده او تېل هم په یوه ځل بند شول، نو دا یې یو اساسي علت و. دویم دا چې روسیې نورو هېوادونو ته د خپلو پټرولو صادرات بند کړي، همدارنګه د روسیې او اوکراین جګړه هم یو له علتونو دی.»

د عاصم په خبره، په ورځني ډول ۱۵۰ تر ۲۰۰ ټنه ډیزل او۲۰۰ تر  ۲۲۰ ټنه پټرول د اسلام کلا بندر له لارې او له ۱۵۰۰ تر ۱۷۰۰ ټنه ډیزل او ۱۱۰۰ تر ۱۱۵۰ ټنو پټرول د تورغونډۍ بندر له لارې هېواد ته واردیږي.

عاصم په دې اړه وايي: « په ورځني ډول له اسلام کلا بندر د ډیزلو واردات له ۱۵۰ تر ۲۰۰ ټنو دي، له تورغونډۍ بندر له ۱۵۰۰ تر ۱۷۰۰ ټنو واردات لرو؛ همدارنګه په ورځني ډول له ۲۰۰ تر ۲۲۰ ټنو پټرول له اسلام کلا بندر او تر ۱۱۵۰ ټنو هم له تورغونډۍ بندر واردات لرو.»

د هرات اوسېدونکي هم د تېلو د بیو له لوړوالي اندېښمن دي او له حکومته غواړي چې د نفتو د نرخونو په کنټرول کې جدي ګامونه واخلي.

د هرات اوسېدونکی نصیر احمد وايي: « خلک اقتصادي ستونزې لري او که د تېلو بیې لوړې شي، د اخیستلو وس یې نه لري. که بیې ټیټې شي، د ټولو پر ګټه دي.»

د هرات اوسېدونکی عبدالکریم وايي: « د تېلو بیې هره ورځ پورته ځي، له بلې خوا بېکاري ده او سپرلۍ هم د لوړې کرایې ورکولو وس نه لري.»

د مسوولینو مالوماتو له مخې، اوس مهال په ورځني ډول له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۱۰۰ ټنه ګاز د ایران او له۱۲۰ تر ۴۰۰ ټنه ګاز هم له ترکمنستان هېواد ته واردېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist