Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې د افغانستان حکومت خپل شریک بللی

امریکا د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې د افغانستان حکومت خپل شریک بللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/24

د ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کې د امریکا د ولسمشر د سلاکار مرستیال سبیسټیان ګورکا وايي، د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت ورسره تر یوه ځایه همکار او شریک پاتې شوی.

ګورکا په یوې تازه مرکه کې زیاته کړې، په افغانستان کې ځینې ډلې شته چې هغوی ته ګواښ دي او دغه ګواښونه اسلامي امارت او امریکا ته یو ډول نه دي، خو زیات توپیر هم نه لري.

هغه زیاته کړې: « د افغانستان په تړاو ځینې هیله بښوونکي مسایل په جریان کې دي، خو نه شم کولی چې مکمل جزییات یې بیان کړم. په ځانګړي توګه د امریکايي اتباعو په تړاو چې په افغانستان کې نیول شوي دي. دا به عجیبه وي چې زما له خولې یې اورئ، خو طالبان له موږ سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکار او شریک کار کوي. طالبان تر یو حده د همکاریو شریک  دي؛ ځکه په هېواد کې یې ځينې ډلې شته چې هغوی ته هم ګواښ پېښوي. شته ګواښونه مو کاملا یو ډول نه دي، خو چندان توپیر هم نه لري.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، دا څرګندونې د افغانستان چین او پاکستان له درې اړخیزو ناستو سربېره د مسکو له لوري د اوکراین جګړې لپاره پرحل لارو غور او په ټوله کې د وضیعت له بدلون وروسته، امریکایي سلاکار کړې دي.

د کارپوهانو په اند، د څلورو کالو په تېرېدو سره اوس امریکا دې پایلې ته رسېدلې چې په افغانستان کې د حکومتولۍ پوټنشیل موجود دی او د دوښمنۍ پر ځای یې له افغان حکومت سره د نږدې والې لارغوره کړې ده.

دوی وايي، د امریکايي سلاکار دا وروستۍ څرګندونې د دې ښکارندويي کوي چې امریکا غواړي له افغانستان سره د سولې او روغې جوړې له لارې مخ ته لاړه شي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « اوس امریکایان هم په دې پوهېږي چې اسلامي امارت په دې څلورو کالو کې ولس او سیمې ته وښوده چې دلته د حکومت کولو وړتیاوې شته او مخ په زیاتېدو دي. اوس دوی هم غواړي چې د دوښمنۍ پر ځای د سولې او روغې جوړې خواته ګامونه پورته کړي. اوس امریکا خپل شارژدافیر هم بدل کړ او دا څرګندونې هم شوې دي. له دې ښکاري چې په دېپلوماټیکه، اقتصادي او سیاسي عرصه کې امریکا او غرب غواړي له افغانستان سره ځانونه نږدې کړي او دا یو ښه اقدام دی.»

له دې وړاندې  د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په یوې ناسته کې تایید کړې وه چې د دوحې د سیاسي دفتر له لارې له امریکایانو سره په اړیکه کې دي او ان د افغان حکومت د رسمیت پېژندنې موضوع یې هم ورسره مطرح کړې، خو تر اوسه پورې په دې تړاو کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist