د سیاسي چارو کارپوهان وايي،د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه دې خپلې راتلونکې ناسته کې ژمنه وکړي،چې له افغانستان سره خپلې رسمي دیپلوماتیکې اړیکې پیل کوي.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« ډېره مهمه داده،چې افغانستان دلته څه کولای شي او د اسلامي هېوادونو سره په شخصي ډول اړیکه باید ونیول شي،چې او افغان حکومت دې ورته خپله اجنډا وړاندې کړي. د اسلامي همکاریو د سازمان غړي هېوادونه دې خپل وړاندیزونه چې د شریعت په رڼا کې وي طالبانو ته وړاندې کړي او هغې وروسته دې ژمنه وکړي،چې دافغانستان نوی دولت په رسمیت وپیژني.»
د اسلاميهمکاریو سازمان ناسته کې د ګډون لپاره اسلامي امارت ته هم بلنه ورکړل شوې،چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي به په کې ګډون وکړي.
د یاد سازمان په دې ناسته کې به د افغانستان پراقتصادي وضیعت، بشري ناورین او ساسي انزوا بحث او خبرې وشي.
دبهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشر ولي الله شاهین وايي:« د اسلامي همکاریو د سازمان ناستې ته د افغانستان د اسلامي امارت بهرنیو وزیر امیرخان متقي دعوت دی، هغه به په کې برخه اخلي.»
ټاکل شوې ده، چې پنځه ورځې وروسته د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د سعودي عربستان په نوښت د افغانستان په تړاو د اسلامي همکاریو د سازمان دویمه ناسته جوړه شي.چې وار دمخه ورته په کور دننه هیلې زیاتې دي.