بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزې ناستې د کوربه توب خبر ورکړ.
یاد وزارت ویلي، په دې ناسته کې د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار ګډون کړی او د افغانستان، چین او پاکستان چارواکي به یاده ناسته کې د سیاسي، اقتصادي او سیمه ییزو مسایلو په اړه مهم بحثونه وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: « یاده غونډه به د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي چې په ترڅ کې به یې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمه ییزو همکاریو په شمول پر یو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه وشي. تمه ده چې د غونډې ګډونوال د ګډو ګټو، متقابل تفاهم او پراخو همکاریو پر بنسټ د راتلونکي په باب د اړیکو اړوند نظرونه تبادله کړي.»
په اعلامیه کې راغلي، د چین بهرنیو چارو وزیر به د افغانستان اسلامي امارت له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره د دوه اړخیزو لیدنو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو، اقتصادي همکاریو او د متقابل باور پر بنسټ د اړیکو د لا ژورتیا په اړه هم هر اړخیز بحثونه ولري.
خو له دې سره هم مهاله، د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د دې درې اړخيزې ناستې اجنډا ګډې همکارۍ، سيمه یيز اتصال او له ترهګرۍ سره مبارزه ياد کړي.
د پاکستان حکومت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د پاکستان بهرنيو چارو وزير اسحق ډار به له افغان چارواکو سره يوه دوه اړخيزه ناسته هم ولري.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي: « د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير اسحق دار به د افغانستان د بهرنيو چارو له وزیر سره د ګډو مسايلو په اړه دوه اړخيزه ناسته هم ولري.»
په ورته مهال د چارو څارونکي بيا دا ډول ناستې هغه مهال ګټورې بولي چې چين په پاکستان د خپل سياسي او اقتصادي نفوذ لرلو له مخې، اسلام اباد وهڅوي چې په باثباته افغانستان کې خپلې ګټې تعقيب کړي.
د سياسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته کې باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر جوړولو کار وشي. باید د چین له منځګړیتوب استفاده وشي ترڅو د افغانستان او پاکستان سیاسي او اقتصادي اړیکې ورغوي. باید پالیسۍ داسې جوړې شي چې یوبل ته خیر ورسوي نه شر.»
د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته د چين، افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډو همکاريو او سيمه یيزو مسايلو په بېجينګ او کابل کې دوه نورې ناستې هم شوي چې د باور جوړونې لپاره مهمې بلل شوې دي.
خو د اقتصادي چارو شنونکي بیا د پاکستان له خوا د افغانستان سوداګرو ته پر ټرانزیټ کې د خنډونو رامنځته کولو پاليسۍ دوام ته په اشارې وايي، اسلام اباد له کابل سره د اقتصادي پاليسیو په باور جوړونه کې ریښتینی نه دی او تل يې دوه ګونی چلن کړی.
د دوی په خبره، د اسلام آباد سره د بې باوره اقتصادي سوداګرۍ لپاره دې حکومت بديلې لارې ولټوي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصير رشتيا وايي: « د دې ناستې په یوه برخه کې ښايي ډېر بحث پر اقتصادي مسایلو وشي؛ ځکه چې ټاکل شوې پاکستان او چین د سي پېک پروژه عملي کړي او په هغه صورت کې چې افغانستان هم د دې پروژه برخه شي، له شک پرته افغانستان له اقتصادي انزوا وځي او په جیوپولوټیک لحاظ هم ډېر اهمیت پيدا کوي، ځکه افغانستان کولی شي شمالي آسیا له جنوبي آسیا سره وصل کړي. دغه کار به هر کال میلیونونه ډالر افغانستان ته عاید وکړي او ډېرو خلکو ته به د کار زمینه برابره شي؛ ځکه چې د منځنۍ آسیا هېوادونه هم په وچې پورې تړلي دي او هڅه کوي د افغانستان له لارې ځان نړیوالو اوبو ته ورسوي.»
د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ د همکاريو پياوړي کولو درې اړخيزه ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې پاکستان د روانې مياشتې په لومړيو کې اسلام اباد ته د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي سفر د نامالومو لاملونو له کبله وځنډاوه.