Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کورنیو چارو وزارت: د هرات ټرافیکي پېښه کې ۷۹ تنو ژوند بایللی

کورنیو چارو وزارت: د هرات ټرافیکي پېښه کې ۷۹ تنو ژوند بایللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/21

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د هرات – کندهار لویې لارې په اوږدو کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۷۹ تنو ژوند له لاسه ورکړی.

د دغه  وزارت ویاند په یوه استول شوي غږیز پیغام کې ویلي، په دې پېښه کې دوه تنه نور ژوبل شوي هم دي.

د مفتي عبدالمتین قانع په خبره، د ژوبلو شویو کسانو له ډلې یو په کوما حالت کې دی او بل یو برسېرن ټپي دی.

قانع زیاتوي: « په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایم چې په دې زړه بوږنوونکې پېښه کې زموږ ۷۹ تنو هېوادوالو ژوند بایللی، دوه تنه ټپیان دي چې یو یې د کوما په حالت کې دی او بل یې سطحي ژوبل دی. کورنیو چارو وزارت د دې پېښې له داغداره کورنیو سره خپله غمرازي ښيي، مړو شویو ته جنت او ژوبلو شویو ته عاجله شفا غواړي.»

د هرات یوه ځایي چارواکي محمد یوسف سعیدي اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي، د پېښې ښکار شوي بس ګاډي کې سپاره ټول له ایران راستانه شوي کډوال وو.

هرات پولیس وايي، پېښه د بس چلوونکي د خورا زیات سرعت او بې پروايۍ له کبله رامنځته شوې.

په افغانستان کې معمولاً خونړۍ ټرافیکي پېښې د ویجاړو سړکونو او ټرافیکي قوانینو نه عملي کېدو له کبله رامنځته کېږي.

ځایي مسوولینو ويلي، يو لوی ۵۸۰ ډوله بس موټر چې له ایرانه راستانه شوي کډوال يې لېږدول، له يوه موټر سایکل او له هغه وروسته له يوه بل مازدا ډوله تېل لېږدونکي موټر سره ټکر شوی او دغه مرګونې پېښه یې رامنځته کړې ده.

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو سرطبیب حاجي محمد جانان مقدس وايي: « په دې پېښه کې یو موټرسایکل، یوه په تېلو بار مازدا ډوله لارۍ او یو ۵۸۰ ډوله بس موټر ټکر شوي. په بس موټر کې ټولټال ۷۶ کسان سپاره وو چې ۳ تنه یې عمله وه او ۷۳ تنه هم مسافر وو. په دې سپرلیو کې ۱۷ تنه ماشومان او ۵۹ تنه هم د ښځو په ګډون لویان وو.»

‏اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هرات د “دردونکې” ټرافیکي پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې.

په دې اعلامیه کې له ټرانسپورټي مسوولینو غوښتل شوي چې د پېښې په اړه دې کره مالومات وړاندې کړي.

د اعلامیې یوه برخه: « اسلامي امارت د دغې دردونکې پېښې له امله د الله (ج) څخه د ټولو شهیدانو لپاره جنت الفردوس، ټپیانو ته عاجله شفا او کورنیو ته یې جمیل صبر غواړي. ټرانسپورټي مسوولینو ته لارښونه کوو چې هرڅه ژر د پېښې دقیق مالومات وکړي او د ملامت اړخ په اړه خپل مالومات شریک کړي.»

د هرات چارواکي وايي، په دې بس کې له ايرانه تازه راستانه شوي کډوال کابل او شاخوا ولايتونو ته لېږدول کېدل چې ډېری يې د کابل، کاپيسا، پروان او باميانو ولايتونو دي.

د دې لویې ټرافیکي پېښې په تړاو په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه ښودل شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت هم د پېښې په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

دې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره له اړوندو بنسټونو او ادارو غوښتي چې د انساني مسوولیت له‌ مخې د پېښې د قربانیانو او ټپیانو له کورنیو سره مرسته وکړي.

پخواني ولسشمر حامد کرزي او اروپایي ټولنې هم د یادې ټرافیکي پیښې په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

په افغانستان کې ډېر کله مرګونې ټرافيکې پېښې رامنځته کېږي چې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ په ګډون غیرقانوني مخته کېدنه، ډېر سرعت، د مخدره توکو کارول او د موټر چلولو پرمهال د ګرځنده ټلیفونونو کارول د دې پیښو اصلي عوامل بلل شوي دي.

له دې سره، د سړکونو خراب حالت، د کافي ټرافیکي نښو نه شتوالی او د ټرافیکي قوانینو نه مراعات کول د دې پېښو په زیاتوالي کې د پام وړ رول لوبوي.

په تېرو کلونو کې هم د افغانستان روغتیا وزارت په کلنیو ارزونکو رپوټونو کې ویلي وو چې تر جګړو وروسته، ډېره لوړه مرګ ژوبله د ټرافیکي پېښو ده.

اوس چې جګړه نه شته، نو تر ټولو لوړه مرګ ژوبله ښايي د ټرافیکې پېښو وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist