Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مجاهد: له چین غواړو د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو ته لومړیتوب ورکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/12

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،چین په افغانستان کې د پروژو په پلې کولو کې لومړی ګام پورته کړ او د رسمیت پېژندلو برخه کې دې هم دا امتیاز خپل کړي.

مجاهد وايي، د چین په ګډون ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي،چې افغان خاوره د چا خلاف نه کارول کېږي او د چا په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي، خو له نورو هم ورته تقاضاء لري.

مجاهد زیاته کړه:« افغانستان اوس مهال پر رسمیت پېژندلو ته اړتیا لري او زموږ غوښتنه بیا له نړیوالو څخه په  ځانګړې توګه ګاونډي هېواد چین څخه دا ده،چې اسلامي امارت دې د یو مشروع حکومت په توګه پر رسمیت وپېژني. دا یو ښه ګام دی او کېدای شي،وروستي ګامونه تر دې هم ګټور تمام شي.»

د عدلیې وزارت چارسمبالی وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي وايي:« نو زه دا وایم،چې دا دویم قدم هم واخله،چې دا به تاریخ چېرته هېر نه کړي،چې چین هغه هېواد دی،چې افغانستان او اسلامي امارت یې په لومړي ځل پر رسمیت وپېژانده.»

مجاهد د نورو هېوادونو سربېره له چینایي پانګوالو هم وغوښتل،چې افغانستان کې پانګونه وکړي او دوی به ورته ډاډمنه فضاء برابره کړي.

مجاهد  زیاته کړه، ډېر ژر به د مس عینک پروژه له سره پیل شي،چې له چین تر لوګره به ریل پټلۍ جوړه شي، له بامیانو څخه به برېښنا را انتقال شي او د مس تصفیه به هم افغانستان کې کېږي.

مجاهد وايي:« له دې پروژې به ۶ اعشاریه ۸ ملیارډه متر مکعب خالص مس چین ته انتقال شي او بیه  به یې هم پر نړیوال معیار برابره وي.» 

چین په عدلیې وزارت کې د یو جومات او دوه عدده د اوبو څاګانو پروژه پلې کړه.

عدليې وزارت چارسبمالي وزیر عبدالحکیم شرعي نړۍ ته پیغام ورکړ،چې هېڅکله به ورسره په خپله عقیده او خاوره معامله ونه کړي.

شرعي وايي، له افغانستان پرته نورو هېوادونو کې زندانونه په سیاسي بندیانو ډک دي،خو اسلامي  امارت ټولو پخوانیو مسلکي او غیر فاسد اشخاصو ته بېرته دنده ورکړه.

شرعي زیاته کړه:« هېڅوک دې دا تصور نه کوي،چې زه به د خپل شرعي نظام څخه یو قرم هم شاته شم. د دې لپاره ما قربانۍ ورکړي دي او ماته شریعت دا اجازه نه راکوي،چې د هلکانو او نجونو تعلیم دې مخلوط وي او ګډ وي،دا ماته شریعت اجازه نه راکوي.»

چین وایي،افغانستان سره د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا غواړي او هڅه کوي،چې د افغانستان اقتصاد وغوړېږي.

کابل کې د چین سفیر وانګ یو وایي، حکومت یې له امریکا او نړیوالې ټولنې وغوښتل،چې د افغانستان کنګل کړې شتمني ازاده کړي او له فشارونو تیر شي.

هغه وايي، د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا ته هم ژمن دي.

یوو زیاتوي:« نن د جومات او څاه ګانو جوړولو د بنسټ ډبره ږدو،چې د چین او افغانستان ترمنځ د دوستۍ نښه به وي. اوس مهال افغانستان د خپلواکۍ اخېستلو بهیر کې قرار لري او چین د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره هڅې او ملاتړ کوي.»

اسلامي امارت وایي، د نړۍ منل شوي قوانین مني،خو د اسلامي شریعت خلاف د چا فشار ته نه تسليم کېږی او یو ګام هم شاته نه ځي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان- هندي چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پیاوړتیا خبرې کړې
افغانستان

افغان- هندي چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پیاوړتیا خبرې کړې

جولای 19, 2026
لوی درستیز: یفتل ولسوالۍ کې د تش په نوم جبهې غړي مهار او ونیول شول
افغانستان

لوی درستیز: یفتل ولسوالۍ کې د تش په نوم جبهې غړي مهار او ونیول شول

جولای 19, 2026
پاکستان خیبر پښتونخوا کې پر افغان کډوالو د وتلو فشارونه زیات کړي
افغانستان

پاکستان خیبر پښتونخوا کې پر افغان کډوالو د وتلو فشارونه زیات کړي

جولای 19, 2026
له نړۍ د اروپايي ټولنې غوښتنه: افغانستان مه هېروئ
افغانستان

له نړۍ د اروپايي ټولنې غوښتنه: افغانستان مه هېروئ

جولای 19, 2026
افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغان- هندي چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پیاوړتیا خبرې کړې

افغان- هندي چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پیاوړتیا خبرې کړې

جولای 19, 2026
لوی درستیز: یفتل ولسوالۍ کې د تش په نوم جبهې غړي مهار او ونیول شول

لوی درستیز: یفتل ولسوالۍ کې د تش په نوم جبهې غړي مهار او ونیول شول

جولای 19, 2026
پاکستان خیبر پښتونخوا کې پر افغان کډوالو د وتلو فشارونه زیات کړي

پاکستان خیبر پښتونخوا کې پر افغان کډوالو د وتلو فشارونه زیات کړي

جولای 19, 2026
له نړۍ د اروپايي ټولنې غوښتنه: افغانستان مه هېروئ

له نړۍ د اروپايي ټولنې غوښتنه: افغانستان مه هېروئ

جولای 19, 2026
افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist