Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بغلان اوسېدونکي: د اور وژنې ریاست پېښو ته پر وخت رسېدنه نه شي کولی

د بغلان اوسېدونکي: د اور وژنې ریاست پېښو ته پر وخت رسېدنه نه شي کولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/18

بغلان غرنی موقعیت او ځای نیم ځای د خامو لارو لرونکې ولسوالۍ لري او له امله یې د اور وژنې پر وړاندې چټکه رسېدنه نه شي کېدای، حال دا چې امنیتي چارواکي دې ولایت کې د اور وژنې پېښو ته رسېدنه بریالۍ ګڼي.

د بغلان امنیې قوماندانۍ د اور وژنې آمریت مسوولین د پېښې ځای ته پر وخت د رسېدنې ترڅنګ، د څه کم څلور کالو په لړ کې يې د دې ولایت په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې  شاوخوا ۲۳۰ د اور لګېدنې پېښې مهار کړې دي.

د بغلان امنیې قوماندانۍ  د اور وژنې آمر شېر احمد برهاني وايي: « په تېرو درېیو کالو کې مو ۲۰۳ د اور لګېدنې پېښې مهار کړې دي. په ټولیزه توګه تېرو درېیو کالو کې د ۱۴۴ میلیونو او ۸۰۰ زرو افغانیو په ارزښت توکي د اور له خطر هم ژوغورل شوي دي.»

مسوولین وايي، د اور لګېدنې د دغو پېښو له ډلې ۸۶ په استوګنیزو کورونو، ۸۱ یې د نقلیه وسایطود د پرزو پلورلو په دوکانونو او ۳۶ یې په نورو ځایونو کې شوې دي.

که څه هم په دې ولایت کې د اور وژنې پېښې مهار شوې دي یا هم د اور وژنې ډله ور سېدلې، خو د سیمې اوسېدونکي یاده برخه کې د وسایلو له کموالي شکایت کوي او وايي، نه شي کولی لرې پرتې سیمې تر پوښښ لاندې ونیسي.

د بغلان اوسېدونکی امير آغا قرباني وايي: « موږ د بغلان ولایت د اور وژنې یا اطفایې له کارونو خوښ یو، خو غوښتنه لرو چې خپل خدمات ولسوالیو او کلیو ته هم پراخ کړي.»

د بغلان اوسېدونکی مصطفی لطیفي وايي: « موږ له حکومت غوښتنه کوو چې د بغلان اطفایې د امکاناتو او تجهیزاتو په برخه کې لا ډېره همکاري وکړي، ترڅو د اور وژنې پېښو ته په چټکۍ سره ځان ورسولی شي.»

د بغلان اوسېدونکي او ښاریان د اور وژنې برخه کې یوازې د وسایلو نه بلکې د ظرفیت لوړولو او پرسونل ډېرولو غوښتنه هم کوي چې په خبره يې د پېښو په مخنیوي کې به خلک له ډېر زیان وژغورل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist