Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: پاکستان د روانې میاشتې په پای کې د اسلامي امارت د سیاسي مخالفانو کوربه دی

خلیلزاد: پاکستان د روانې میاشتې په پای کې د اسلامي امارت د سیاسي مخالفانو کوربه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/18

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، پاکستان به د روانې اګست میاشتې پر ۲۵ او ۲۶مه نېټه د اسلامي امارت د هغو سياسي مخالفانو کوربه وي چې دا مهال په بهر کې مېشت دي.

خلیل زاد د یوې پوښتنې په توګه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، که افغانان د هغو پاکستانیانو لکه تحریک طالبان پاکستان، داعش او لشکرجنګوي چې د پاکستان نظامي محوره حکومت د چپه کېدو په لټه کې دي، کوربتوب وکړي،  نو آیا دا به ښه کار وي؟

خلیلزاد دغه کار د پاکستان له لوري قصدي عمل ياد کړی چې په خبره يې، په عين وخت کې پاروونکی عمل هم دی.

خلیلزاد په دې اړه وايي:« پاکستان به په روانه اګست میاشت کې د طالبانو د مخالفو بهر مېشتو افغانانو د غونډې کوربه وي چې دغه کار یو ناسم او په عمدي توګه پاروونکی عمل دی.»

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي، که چېرې پاکستان د افغانستان حکومت مخالفانو د ناستو کوربه ‌توب وکړي او غونډې ورته جوړې کړي، نو دا په ښکاره توګه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده.

 دوی زياتوي، پاکستان یو ارامه او ثبات لرونکی افغانستان نه شي زغملی او دسیسې ورته جوړوي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « دا د افغانستان په چارو کې مخامخ لاسوهنه ده او غواړي په دې سره افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لاره هواره کړي. د افغانستان اسلامي امارت نه باید دا ډول لیدنو او کتنو ته د ګاونډیانو په کوربه توب اجازه ورکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « په پام کې ده چې د روانې عسوي میاشتې له ۲۵ تر ۲۷ نېټې پورې د اسلامي امارت یو شمېر هغه مخالفین چې په کې د مدني ټولنو استازي او نور مخالفین سره یوځای شوي او په دې غونډه کې وښيي چې پاکستان هم کولی شي د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي. دا زموږ په فکر یوه څرګنده لاسوهنه ده. پاکستان تل دا دعوه لري چې ټي.ټي.پي په افغانستان کې ده، حال دا چې ټي.ټي.پي خپله په پاکستان کې ده او په افغانستان کې هېڅ مرکز نه لري، خو دوی بهانه غواړي.»

خو ځینې نور بیا په دې باور دي چې پاکستان په سيمه کې د قدرتونو پر ګټه د بې ‌ثباتۍ ایجاد او ترويج ماموريت پرمخ وړي او په خبره يې، د افغانستان لپاره يې د ستونزو جوړول اوسنۍ نه بلکې تاريخي پالیسي ده.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت‌الله حکمت وايي: « هغه کسان چې بیا د پاکستان لمنې ته ځان اچوي او د اسلامي امارت پر وړاندې پاکستانۍ توره پورته کوي، دا د افغانیت او انسانیت له چوکاټ وتلي کسان دي او هېڅ ډول لاسته راوړنه به ونه لري. ښه به دا وي چې د تاریخ له دې تجربو داسې پند واخیستل شي چې هېڅ افغان د هېڅ یوه ګاونډي او بهرني هېواد لمنې ته لاس وانه چوي او خپلې کورنۍ ستونزې خپله حل کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان لاهم اسلام اباد کې د اسلامي امارت د بهر مېشتو مخالفانو د ناستې جوړېدو کره نېټې او د ګډون کوونکو د نومونو په تړاو څه نه دي ويلي.

دا لومړی ځل نه دی بلکې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې پر ۱۵ نېټه هم چې کله جمهوري نظام وپرځېده، د محمد یونس قانوني، احمد ولي مسعود، محمد محقق، صلاح الدین رباني، کریم خلیلي او عبداللطیف پدرام  په شمول د اوسني حکومت ګڼ مخالفان دغه هېواد ته لاړل او د وخت بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یې کوربه توب وکړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist