Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: افغانستان کې ښځې او نجونې د ناسم بشري وضعيت له امله زياتې اغېزمنې دي

ملګري ملتونه: افغانستان کې ښځې او نجونې د ناسم بشري وضعيت له امله زياتې اغېزمنې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/18

ملګرو ملتونو يوځل بيا په افغانستان کې بشري وضعيت ته کتنه کړې او دغه وضعيت يې لاهم ننګوونکی ياد کړی.

د دې سازمان وياند په خپل اوونيز مطبوعاتي کنفرانس کې ويلي، په افغانستان کې د موجوده ناسم بشري وضعيت له امله ښځې او نجونې د نورو پرتله ډېرې اغېزمنې شوې دي.

سټیفن دوجاریک ويلي، پر ناسم بشري وضعيت سربېره د اسلامي امارت حکومت هم د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدوديتونو زياتېدونکې پالېسۍ پلې کړې دي او له همدې کبله د افغاني ټولنې دغه قشر په اوسنيو شرايطو کې له سختو ننګونو سره مخ دی.

هغه زیاته کړې: « په کراتو مو ويلي چې په افغانستان کې په ځانګړې توګه ښځې او نجونې تر نورو زياتې اغېزمنې دي. لکه څنګه چې تاسو هم خبر ياست، طالبانو له کار او زده کړو د ښځو او نجونو د منع کولو په شمول د دوی پر وړاندې يو لړ محدوديت زياتوونکې پالیسۍ پلې کړې دي. بشري مرستې د ښځو او نجونو لپاره ژوند ژغورونکې دي او له دې پرته نه شي کولی اساسي خدمتونو او مرستو ته لاسرسی پيدا کړي.»

دوجاریک دا هم ويلي چې له ايران او پاکستانه د زيات شمېر افغانانو راستنېدو له امله په افغانستان کې بشري وضعيت نور هم سخت شوی او په خبره يې روان کال له دغو هېوادونو ټولټال ۱.۷ ميليونه افغانان راستانه شوي.

دوجاريک د افغانستان بشري وضعيت په اړه د اوچا له لوري په تېر کې خپاره شوي راپور ته هم اشاره کړې او وايي، اړمنو افغانانو ته په کافي توګه د رسېدنې لپاره لاهم ۲.۴ میليارد ډالرو ته اړتيا ده.

د ملګرو ملتونو ویاند زیاته کړې: « د اوچا ټينګار پر دې دی چې د افغانانو ملاتړ لپاره اضافي بسپنې ته اړتيا ده. روان کال د بشري اړتياوو لپاره ځوابي پلان د ۶۲۴ ميليونو ډالرو په ترلاسه کېدو سره يوازې ۲۵ سلنه تمويل شوی چې ۲.۴ میليارد ډالرو ته لا هم اړتيا شته.»

په ورته مهال د سیاسي چارو شنونکي د ملګرو ملتونو د موندنو د تایید ترڅنګ وايي، د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې پر وړاندې هم پر ښځو او نجونو لګول شوي محدوديتونه يو له لويو خنډونو دي.

دوی له حکومت په خپل دریځ کې د نرمښت ترڅنګ له نړيوالو هم غواړي چې بشري وضعيت ته په کتو دې له افغانانو سره د مرستو کمولو په ځای يادې مرستې نورې هم زياتې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « ملګري ملتونه یا د افغانستان خلک چې کومه اندېښنه لري، دا اندېښنې د پام وړ دي. اوس هم سر وخت دی او اسلامي امارت ته په کار ده چې د ښځو او نجونو حقوق په پام کې ونیسي او د تعلیم دروازې ورته خلاصې کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد اسماعیل ځدراڼ وايي:« دا خبره سمه ده چې دلته د تعلیم په برخه کې ستونزې شته او خویندو ته باید د تعلیم اجازه ورکړل شي. د اسلامي امارت مشران باید پوه شي چې باید نجونو ته په ښوونځیو او پوهنتونو کې د زده کړو اجازه ورکړي.»

هڅه مو وکړه چې د ملګرو ملتونو د وروستيو موندنو په اړه د حکومت وياندويانو نظر هم واخلو، خو هغوی زموږ اړيکې ځواب نه کړې.

له دې وړاندې يې بيا د ښځو او نجونو پر وړاندې خپله پاليسي د افغانستان کورنۍ مساله بللې وه او په وار وار يي ویلي، نجونو او مېرمنو ته يې د شریعت په چوکاټ کې ټول حقونه ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist