Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کريمي: له نړۍ سره مو د تعامل او رسمي اړیکو ټېنګښت ټول معیارونه پوره کړي 

کریمي: د اسلامي همکاریو سازمان ناسته کې به د افغانستان په اړه مهمې پرېکړې وشي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/12

د ا فغانستان اسلامي امارت د  ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، هېله من دي، چې د اسلامي همکاریو د سازمان راتلونکې ناسته کې به د افغان ولس اوسنی بشري وضیعت د بحث منځپانګه وي او په دغه برخه کې به له اسلامي امارت او افغانانو سره مرسته وکړي. 

کریمي وايي:« اسلامي امارت داسلامي همکاریو د سازمان  د ټولو غړو سره ډېرې ښې اړیکې لري او د دغې ناستې هرکلی کوو او ورته هېله من یو،چې د اسلامي امارت او د افغانانو ستونزوچې په دې مقطع کې یې لرواو بشري موضوعات یې عمده برخه جوړ وي، په برخه کې به ښې پریکړې ولري او د افغانانو ملاتړ ته به راودانګي او له خپله اړخه چې څه کولای شي،هغې ته به لار خلاصه کړي.»

خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې اند دي،چې د اسلامي همکاریو د سازمان خبرې او پریکړې به چندانې اغیزمنې نه وي او په دغه ناسته کې به چې په اسلام اباد کې جوړیږي، له اسلامي امارته به د ښځو د حقونو به برخه کې غوښتنې مطرح شي.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:« د اسلامي همکاریو سازمان غړو خبرې زیاتې دي او د خبرو اغیز یې کم دی. د دغه سازمان راتلونکي ناسته کې به اسلامي امارت ته یو پیام ورکړل شي،چې د ښځو  د کار او تعلیم په برخه کې زیات وضاحت لازم دی،ځکه چې  اسلامي نړۍ اوسنی وضیعت د تحمل وړ نه دی.»

خو د پوهنتون استاد فیض ځلاند وايي، لویدیځ او اسلامي نړۍ له اسلامي امارته تمه لري،چې په ډېرو مسایلو کې ورسره همغږي شي.

ځلاند زیاته کړه:« په دې ناسته کې به تر ډېره بریده د افغانستان  د ناورین په تړاو اندیښنې رابرسیره شي او په لویه کې به له افغانستان سره د خپلو سیاسي دیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو د روغونې په برخه کې ځینې سپارښتنې وشي. په ټوله کې نړۍ له اسلامي امارته تمه لري،چې په ځینو مسایلو کې ورسره همغږي خپله کړي.»

ټاکل شوې ده، چې د روانې ډیسمبر میاشتې په نولسمه نیټه د اسلامي همکاریو د سازمان ناسته په اسلام اباد  کې جوړه شي او په کې به  د افغانستان په اوسني بشري، سیاسي او اقتصادي وضیعت بحث او خبرې شوي.

دغه ناسته  د سعودي عربستان په نوښت جوړیږي،خو د پاکستان په غوښتنه یې کوربتوب همدې هېواد ته ورکړل شوو.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان- هندي چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پیاوړتیا خبرې کړې
افغانستان

افغان- هندي چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پیاوړتیا خبرې کړې

جولای 19, 2026
لوی درستیز: یفتل ولسوالۍ کې د تش په نوم جبهې غړي مهار او ونیول شول
افغانستان

لوی درستیز: یفتل ولسوالۍ کې د تش په نوم جبهې غړي مهار او ونیول شول

جولای 19, 2026
پاکستان خیبر پښتونخوا کې پر افغان کډوالو د وتلو فشارونه زیات کړي
افغانستان

پاکستان خیبر پښتونخوا کې پر افغان کډوالو د وتلو فشارونه زیات کړي

جولای 19, 2026
له نړۍ د اروپايي ټولنې غوښتنه: افغانستان مه هېروئ
افغانستان

له نړۍ د اروپايي ټولنې غوښتنه: افغانستان مه هېروئ

جولای 19, 2026
افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغان- هندي چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پیاوړتیا خبرې کړې

افغان- هندي چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پیاوړتیا خبرې کړې

جولای 19, 2026
لوی درستیز: یفتل ولسوالۍ کې د تش په نوم جبهې غړي مهار او ونیول شول

لوی درستیز: یفتل ولسوالۍ کې د تش په نوم جبهې غړي مهار او ونیول شول

جولای 19, 2026
پاکستان خیبر پښتونخوا کې پر افغان کډوالو د وتلو فشارونه زیات کړي

پاکستان خیبر پښتونخوا کې پر افغان کډوالو د وتلو فشارونه زیات کړي

جولای 19, 2026
له نړۍ د اروپايي ټولنې غوښتنه: افغانستان مه هېروئ

له نړۍ د اروپايي ټولنې غوښتنه: افغانستان مه هېروئ

جولای 19, 2026
افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist