Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/17

د کابل، بېجینګ او اسلام اباد ترمنځ د درې اړخیزو ناستو د لړۍ په دوام به په راتلونکو څو ورځو کې  دافغانستان ، چین او پاکستان ترمنځ یوه بله درې اړخیزه ناسته جوړه شي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دیادو هېوادنو ترمنځ به دغه درې اړخیزه ناسته څلور ورځې وروسته د روانې اګست میاشتې پر ۲۰ مه نیټه ترسره شي.

د راپورونو پر اساس، په دغه ناسته کې به د ترهګرۍ ضد مسایلو ترڅنګ د چین  او پاکستان په اقتصادي دهلیز یا سیپیک پروژه کې د افغانستان پر ورګډولو هم خبرې وشي.

د سیاسي چارو کارپوهان بیا دغه درې اړخیزه ناسته نه یوازې د ګډونکونو هېوادونو بلکې د ټولې سیمې د اقتصادي پرمختګ او سیاسي ټیکاو لپاره مهمه ګڼي او زیاتوي چې افغانستان کولی شي د داسې ناستو پر مټ له لاسته راغلو سیاسي او اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د پاکستان، چین او افغانستان ترمنځ درې اړخیزې ناستې دا ډېرې مهمې دي، ځکه دا په سیمه کې ثبات، ټیکاو او اقتصادي پانګونې او همدارنګه په لویه کې د سیاسي ټیکاو خوا ته نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې بیولو لپاره یو ښه دریځ دی. دا چې د دې پرله پسې ناستې ترسره کېږي، په پاکستان، بېجینګ او اوس په کابل کې ترسره کېږي، دا ښي چې درې واړه هېوادونه د ګډې همکارۍ په پایله کې غواړي هغه ستونزې چې دا درې هېوادونه ورسره مخ دي، هغه په سیمه کې د تاوترېخوالي او ناامنۍ شتون دی، د سیمې پرمختګ لپاره د ځېنو بېخ بیناوو رامنځته کول دي، د یوې لارې او یوه کمر بند د پروژې عملي کول دي، په دې برخه کې افغانستان کولی شي ، له دې فرصتونو په ګټې اخیستنې سره نه یوازې د افغانستان اقتصادي، سوداګریز بنسټونه ورغوي بلکې په لویه کې د سیاسي او ټولنیزو پرمختګونو لپاره هم لاره هواره کړي.»

ځینې نور دا مني چې له ګاونډیو سره ناستې ګټورې دي خو ټینګار کوي چې افغانستان باید په داسې ناستو کې د خپل بهرني متوازن او اقتصاد محوره سیاست پر اساس د هېوادونو ترمنځ توازن ته متوجه واوسي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« له ګاونډیانو سره لېده کاته، ناستې هغه که اقتصادي دي او که سیاسي دي، ګټورې دي، خو دلته افغانستان او پاکستان دواړه د امریکا او چین او هند ترمنځ بلکې د ټول غرب او شرق ترمنځ یو لړ ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. نو افغانستان ته په کار ده چې له ډېر احتیاط کار واخلي، ځکه موږ هغه بهرنی سیاست چې لرو، بې پرې، متوازن او اقتصاد محوره پالیسي ده، هغه تعقیب کړو. موږ باید بیا د شرق او غرب ترمنځ رانه شو. په دې کې باید حکومت ډېره هوښیاري وکړي، توازن باید وساتو.»

خو اسلامي امارت بیا له وړاندې ویلي، افغانستان د یوه هېواد لپاره له بل سره دوښمني نه کوي او له هېوادونو سره یې اړیکې او خبرې په دې مانا نه دي چې له غربي نړۍ سره اړیکې نه غواړي.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وايي:« نړۍ ته هم دا وایو، که مو له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې ښې دي، که مو د سیمې له هېوادونو سره اړیکې ښې دي، دا په دې مانا نه ده چې موږ له نورو هېوادونو او غربي هېوادونو سره مثبتې اړیکې نه غواړو، نه. زموږ سیاست متوازن دی، پالیسي مو همدغه پالیسي ده، متوازنې اړیکې، ښې اړیکې له ټولو سره غواړو. اقتصادي اړیکې غواړو، سیاسي اړیکې غواړو، راشه درشه غواړو.»

ویل کېږي چې کابل د دې درې اړخیزې ناستې کوربه وي خو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي او نه یې هم د ناستې کره نیټه په ډاګه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist