Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بلخ کې د موټرو پلورنځيو خاوندان: وروستيو  کې مو کاروبار ټکنی شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/12

په شمال بلخ ولایت کې د يو شمېر د موټرو پلورنځيو خاوندان وايي، په  وروستيو مياشتو کې د خلکو د اقتصادي ستونزو په ډېرېدو سره د دوی کاروبار هم ټکنی شوی دی. 

 دوی وايي، د موټرو بیې تر۴۰ سلنې پورې راټيټ شوي؛خو بيا هم خلکو سره پيسې نه شته دی،چې  موټر وپېري. 

مرازشریف ښار کې د موټرو یوه  پلورنځي خاوند محمد عارف وايي:« زموږ امنيت ښه دی،خو د پخوا پرتله بیو ډېر تفاوت کړی، د بېلګې په ډول که پخوا يو موټر په لس زره ډالره وو، اوس يې بیه شپږ زره ډالرو ته راټيټه شوې. ۴۰ سلنه بیې رالوېدلې دي.»

مزارشریف ښار کې د موټرو یوبل پلورنځي مسوول فخرالدين بیا وايي:« د موټرو بیې ډېرې ټيټې شوي،ځکه چې بازار نه شته دی، پيسې نه شته دی، پېرېدونکي کم دي؛نو له همدې امله بازار د پخوا پرتله رالوېدلی دی.»

احمد مشتاق د مزارشريف اوسېدونکی دی او تازه يې هوډ کړی،چې خپلې کورنۍ لپاره موټر واخلي. خو هغه له شمشاد سره په خبرو کې وويل، په تېره يوه اوونۍ کې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د رالوېدو له امله يې د موټر اخېستو لپاره چمتو کړې پيسې بسنه نه کوي. 

مشتاق زیاته کړه:« په اوس وخت کې د موټرو اخېستل ډېر ستونزمن شوي،ځکه چې بیې په ډالرو دي او ډالر هم په بیساري ډول لوړ شوی دی، د يوه کور لپاره يو موټر اړين وي، ما هم وغوښتل،چې موټر واخلم،خو چې بازار ته راغلم، بیې مې وليدې، فکر کوم پيسې مې کمېږي.»

د کاروبار نخ شتون، د تنخواوو ځنډېدل او د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت کمېدل مزارشريف کې د موټرو د پېر او پلور د ټکني کېدو لاملونه يادېږي. 

مزار شریف ښار کې د موټرو پلورنځي خاوند ګلرحمان وايي:« له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده،چې د اقتصاد د پښو درلو برخه کې ډېر کوشش وکړي. موږ ډېر خوشاله يو،چې امنيت ښه شوی، د دې تر څنګ چې اقتصاد هم ښه شي،نو خلک به په ارامه زړه خپل ژوند وکړي.»

په ورته مهال د مزارشريف اوسېدونکي او سوداګر د ډاډمن امنيتي وضعيت له رامنځته کېدو خوشاله دي او له حکومته غواړي،چې د شته اقتصادي ستونزو د حل لپاره دې جدي هڅې وکړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان- هندي چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پیاوړتیا خبرې کړې
افغانستان

افغان- هندي چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پیاوړتیا خبرې کړې

جولای 19, 2026
لوی درستیز: یفتل ولسوالۍ کې د تش په نوم جبهې غړي مهار او ونیول شول
افغانستان

لوی درستیز: یفتل ولسوالۍ کې د تش په نوم جبهې غړي مهار او ونیول شول

جولای 19, 2026
پاکستان خیبر پښتونخوا کې پر افغان کډوالو د وتلو فشارونه زیات کړي
افغانستان

پاکستان خیبر پښتونخوا کې پر افغان کډوالو د وتلو فشارونه زیات کړي

جولای 19, 2026
له نړۍ د اروپايي ټولنې غوښتنه: افغانستان مه هېروئ
افغانستان

له نړۍ د اروپايي ټولنې غوښتنه: افغانستان مه هېروئ

جولای 19, 2026
افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغان- هندي چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پیاوړتیا خبرې کړې

افغان- هندي چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پیاوړتیا خبرې کړې

جولای 19, 2026
لوی درستیز: یفتل ولسوالۍ کې د تش په نوم جبهې غړي مهار او ونیول شول

لوی درستیز: یفتل ولسوالۍ کې د تش په نوم جبهې غړي مهار او ونیول شول

جولای 19, 2026
پاکستان خیبر پښتونخوا کې پر افغان کډوالو د وتلو فشارونه زیات کړي

پاکستان خیبر پښتونخوا کې پر افغان کډوالو د وتلو فشارونه زیات کړي

جولای 19, 2026
له نړۍ د اروپايي ټولنې غوښتنه: افغانستان مه هېروئ

له نړۍ د اروپايي ټولنې غوښتنه: افغانستان مه هېروئ

جولای 19, 2026
افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist