Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

تېرو څلورو کلونو کې د هېواد امنیتي وضعیت ته کتنه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/16

اسلامي امارت د دویم ځل لپاره د  ۲۰۲۱  کال د اګسټ پر ۱۵ په ټول هېواد واکمن شو او له دې سره په هېواد کې ګرمه جګړه پای ته ورسېده او افغانانو د امنیت له اړخ یوه ارامه ساه واخیسته، خو له دې سربېره داعش ډلې د هېواد په ځینو ولایتونو کې برېدونه ترسره کړل.

اسلامي امارت بیا وایي، ۲۰۲۱ کال کې د هغو شمېرو له مخې چې د سرپرست حکومت له خوا وړاندې شوي په دغو عملیاتو کې د داعش څه باندې ۱۰۰ مهم غړي او جنګیالي وژل شوي دي.

۱۴۰۱ لمریز کال کې برېدونه

« په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په کابل، بلخ، بدخشان او کندوز ولایتونه شاوخوا ۱۲ ځلې خونړي برېدونه شوي. په دغو برېدونو کې ۱۱۰ کسان وژل شوي او ۲۷۰ نور ټپیان شوي دي.

د همدې حال په لومړیو درېیو میاشتو کې د امنیت ضد تر ټولو ډېرې پېښې په کابل، مزار او هرات ولایتونو کې شوې دي.

 د وري (حمل) پر ۳۰مه، د دشت برچي پرعبدالرحیم ښوونځي برید کې ۲۰ تنه زده کوونکي ووژل شول او ۳۰ تنه نور ټپیان شول.

د دارالامان په درې لارې علاوالدین په یوه خانقاه، د کرېکټ نړۍوال لوبغالي، د وزیر محمداکبر خان جامع جومات، د هرات د ګذرګاه جومات، د کاج ښوونیز مرکز او په سمنګان ولایت کې پر جهادیه مدرسې هغه ځایونه وو، چې په بېلابېلو چاودنو او بریدونو کې په نښه شول.

۱۴۰۱ کال  مرغومي  ۲۱ مه بهرنیو چارو وزارت  مخې په چاودنه کې ۵ ملکیان ووژل شول او ۴۰ تنه نور ژوبل شول.

د کب پر ۱۸مه، یو بریدګر د بلخ والي او دوه تنه نور ووژل  او درې تنه نور ټپیان شول.

دوه ورځې وروسته، د تبیان پر کلتوري مرکز برید وشو او په لومړي ځل د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال ۵ خبریالان ټپیان شول.»

د ډېری دغو برېدونو مسوولیت داعش ډلې پرغاړه واخیست. هغه ډله چې امریکا او لوېدیځ یې تل په افغانستان کې پر حضور اندېښنه څرګنده کړې ده.

که څه هم تمه کېده چې په ۲۰۲۲ کال کې به د اسلامي امارت پر بیا واکمنېدو سره هېواد کې ترهګریزې پېښې د پام وړ کمې شي، خو دغه کال کې سلګونه کسانو په بېلابېلو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او ټپیان شول.

۲۰۲۲ کال خونړي برېدونه

 په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په کابل، بلخ، بدخشان او کندوز ولایتونه شاوخوا ۱۲ ځلې خونړي برېدونه شوي. په دغو برېدونو کې ۱۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۷۰ نور ټپیان شوي دي.

د همدې حال په لومړیو درېیو میاشتو کې د امنیت ضد تر ټولو ډېرې پېښې په کابل، مزار او هرات ولایتونو کې شوې دي.

 د وري (حمل) پر ۳۰مه، د دشت برچي پرعبدالرحیم ښوونځي برید کې ۲۰ تنه زده کوونکيو ژوند له لاسه ورکړ او ۳۰ تنه نور ټپیان شول.

د دارالامان په درې لارې علاوالدین په یوه خانقاه، د کرېکټ نړۍوال لوبغالي، د وزیر محمداکبر خان جامع جومات، د هرات د ګذرګاه جومات، د کاج ښوونیز مرکز او په سمنګان ولایت کې پر جهادیه مدرسې هغه ځایونه وو، چې په بېلابېلو چاودنو او بریدونو کې په نښه شول.

۱۴۰۱ کال  مرغومي  ۲۱ مه بهرنیو چارو وزارت  مخې په چاودنه کې ۵ ملکیانه ژوند له لاسه ورکړ او ۴۰ تنه نور ژوبل شول.

د کب پر ۱۸مه، یو بریدګر د بلخ والي او دوه تنه نورو ژوند له لاسه ورکړ  او درې تنه نور ټپیان شول.

دوه ورځې وروسته، د تبیان پر کلتوري مرکز برید وشو او په لومړي ځل د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال ۵ خبریالان ټپیان شول.»

د ډېری دغو برېدونو مسوولیت داعش ډلې پرغاړه واخیست. هغه ډله چې امریکا او لوېدیځ یې تل په افغانستان کې پر حضور اندېښنه څرګنده کړې ده.

که څه هم تمه کېده چې په ۲۰۲۲ کال کې به د اسلامي امارت پر بیا واکمنېدو سره هېواد کې ترهګریزې پېښې د پام وړ کمې شي، خو دغه کال کې سلګونه کسانو په بېلابېلو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او ټپیان شول.

۲۰۲۳ کال کې برېدونه

« د بهرنیو چارو پر وزارت د داعش برید؛ د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۱۱

 د بهرنیو چارو پر وزارت د داعش برید؛ د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۲۷

 د امام زمان پر جومات د داعش برید بغلان؛ د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر ۱۳

د کابل په لوېدیځ کې د ملت پر ورزشي کلب د داعش برید؛ د ۲۰۲۳ کال

 د کابل په لوېدیځ کې پر یوه مسافر وړونکي موټر د داعش برید؛ د ۲۰۲۳ کال د نومبر ۹

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د بلخ والي داوود مزمل، د بدخشان لپاره د اسلامي امارت مشر نثار احمد احمدي او د بغلان د پولیسو پخوانی قوماندان صفي الله صمیم د اسلامي امارت په هغو چارواکو کې شامل دي چې په ۲۰۲۳ کال کې د داعش له خوا پر نښه او ژوند یې له لاسه ورکړ.

محمد داوود مزمل – د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۸

نثار احمد احمدي- د ۲۰۲۳ کال د جون ۶

– صفي الله صمیم – د ۲۰۲۳ کال د جون ۸.»

۲۰۲۴زېږدیز کال په هېواد کې سره له دې چې د نورو کلونو پرتله امنیت تامین و،خو دا کال له پیچلو او خونړیو برېدونو خالي نه و.

د دې کال تر ټولو لویه امنیتي پېښه د ډسمبر پر ۱۱مه په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې ځانمرګی برېدو چې د دې وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په ګډون په کې شاوخوا ۱۰ کسان شهیدان شول.

له دې برېد وړاندې د سپټمبر پر دویمه نېټه په ورته ځانمرګي برید کې چې د لویې څارنوالۍ پر کارکوونکو ترسره شو، د فرمانونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست ۱۴ کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړ او د ملکي خلکو په ګډون یو شمیر کسان په کې ټپيان شول.

د همدې میاشتې پر ۱۲مه د دایکندي او غور ترمنځ لويه لار کې یوه ډله اهل تشيع وګړي په ډله‌ییز ډول  ووژل شول.

د کال څلورمه مرګونې پېښه د بغلان؛ نهرین ولسوالۍ اړوند په یوه جومات کې پر عبادت کوونکو وسله‌وال برید و.

د همدې کال د مې په ۱۷مه په بامیانو کې پر بهرنیو سېلانیانو وسله‌ وال برید ترسره شو او د درې هسپانیاوي وګړو په ګډون څلور تنه په ‌کې ووژل شول او اووه نور ټپیان شول.

۲۰۲۴ کال کې پېچلي او خونړي برېدونه

« په کډوالو چارو وزارت کې پر سرپرست وزیر ځانمرګی برید

نیټه :  ډېمسبر    ۱۱

تلفات :    ۱۱ تنه شهیدان او یو شمیر ټپيان

دارالالمان کې د لویې څارنوالۍ پر مامورینو ځانمرګی برید

نیټه : سپټمبر   ۲ مه

تلفات  : ۱۱ تنه شهيدان او ۶ تنه ټپيان

دایکندي کې پر اهل تشیعو ملکیانو د وسله‌والو ډله‌ ییز برید

نیټه :  سپټمبر  ۱۲ مه 

تلفات :  ۱۴ تنه شهيدان او ۶ ټپیان

د بغلان ولایت په نهرین کې پر عبادت کوونکو برید

نیټه : نومبر ۲۲ مه

تلفات :  ۱۱ تنه شهيدان

بامیان ولایت کې پر بهرنیو سېلانیانو برید

نیټه :  د می میاشتې ۱۷ مه

تلفات :  د ۳ بهرنیانو په شمول څلور تنه وژل شوي او ۷ تنه ټپيان »

په همدې کال کې د نیمروز ولایت مقام دننه برید، د کابل په دشت برچي سیمه کې پر ټونس ډوله موټر چاودنه او د شیخ زاید روغتون مخې ته وروستۍ چاودنه هغه نورې امنیتي پېښې وې، چې مرګژوبله یې لرله.

بیا په تېرو څلورو کلونو کې د وسله والو برېدونو په لړ کې ۳۸۴ کسان ووژل شول او ۶۵۲ نور ټپیان شول چې دا د تېرو څو کلونو په پرتله د پام وړ کموالی ښیي.

د امنیتي او تصفیوي کمېسیون یو راپور ورکړ چې پاکستان د کراچۍ او اسلام آباد له هوایي ډګرونو د داعـش ډلې پټنځایونو ته د آسیايي او اروپايي هېوادونو نوي اتباع انتقالوي او د دوی موندونو پر اساس چې د دې کړیو هڅې ښايي په راتلونکو میاشتو کې د سیمې او نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د برېدونو لپاره کار واخیستل شي.

یاد راپور کې زیاته شوې، تېرو درېیو کلونو کې افغانستان کې د داعــش په بشپړ ډول ځپل شوی او د دې ډلې طراحان، پلي کوونکي او سلګونه افراد یا وژل شوي یا نیول شوي، چې په نیول شویو او وژل شویو کې زیات شمېر بهرنیان دي.

د راپور پر بنسټ، افغانستان کې د دې ډلې تر ځپلو وروسته د دې ډلې مشران او افراد ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي او اوس بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې ورته د روزنې کمپونه جوړ شوي دي.

اسلامي امارت له پاکستان غوښتي چې د داعـش ډلې له روزنې او ملاتړه لاس واخلي، که نه د دې پروژې پایله به د اور په څېر هغوی ته هم زیان ورسوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« الحمد الله په عموم کې افغانان د داعش پدیدې قربانیان نه دي، یعنې په دې کې جذب شوې نه دي، ځکه د افغانانو فکر او تمایلات هر څه له دوی بدل دي او کومو کسانو چې دلته جنایت هم کړی، هغه د نورو هېوادونو اتباع دي، هغه هم اوس پر ټېټه کچه دي. تېر کال د دوی ډېری خلک مخکې له دې چې جنایت ترسره کړي یا خپل ځای ته ځان ورسوي، له منځه وړل شوې دي، نیول شوې او یا هم له منځه وړل شوې دي. د اسلامي امارت ځواکونو په قاطعیت سره د دوی پر وړاندې مبارزه کړې او هر هغه شریره عناصر چې د افغانستان امنیت خرابوي، یا د خلکو وېنې تویېدو اراده لري، د هغوی پر وړاندې زموږ نظام او زموږ نظامي برخه پر هغوی ترحم نه کوي. »  

له دې پېښو وراخوا پر افغان خاوره د پاکستاني الوتکو بمبارۍ، د افغان لوري ځوابي برېدونه او له ایران سره پر ګډه پوله نښتې د همدې کال نورې مهمې پېښې وې.

د ۲۰۲۴ز کال د مارچ پر ۱۷ مه پاکستاني جېت الوتکو د خوست او پکتیکا پر سپېرې او برمل ولسوالیو هوايي برېدونه وکړل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه ملکیان په ‌کې شهيدان او يو شمېر نور ټپیان شول.

د همدې کال د ډېسمبر پر ۲۴مه پاکستان د دویم ځل لپاره د پکتیکا برمل ولسوالۍ اړوند یو کلی بمبار کړ چې په پایله کې يې شاوخوا ۹۰تنه ملکیانو ته مرګ ژوبله واووښته.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوتېرېش د ملوماتو پر اساس ۲۰۲۴ کال افغانستان کې امنیتي پېښې ۱۶.۸ سلنې راکمې شوې.

هغه زیاته کړې:« د ۲۰۲۴ کال د نومبر له لومړۍ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۳۱مې ملګرو ملتونو ۲ زره ۸۱  امنیتي پېښې ثبت کړې چې د تېر کال د ورته مودې پرتله ۱۶.۸ سلنه کموالی ښيي.»

خو ګوتېرېش وایي، په افغانستان کې امنیتي پېښې د تېر کال پرتله ۳ سلنه زیاتې شوې دي.

۲۰۲۵ کال کې د راپور په امنیتي برخه کې راغلي چې د امنیت ضد پېښې د تېر کال د ورته مودې پرتله ۳ سلنه زیاتې شوې دي.

 د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له پاکستاني اړخ سره نښتې او په کابل او کندوز کې د داعش برېدونه په دغه راپور کې مهمې امنیت ضد پېښې ګڼل شوې دي.

ګوتېرېش زیاته کړې:« د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ له لومړۍ د اپریل تر ۳۰مې پورې ملګرو ملتونو ۲ زره ۲۹۹ امنیتي پېښې ثبت کړې، چې د ۲۰۲۴ کال د ورته مودې پرتله ۳ سلنه زیاتوالی ښيي. داعش خراسان څانګې د فبرورۍ پر ۱۱مه په کندوز ښار کې د یوه برید مسوولیت پر غاړه واخیست؛ دا برید د سرپرست حکومت پر هغو امنیتي ځواکونو وشو چې د خپلو معاشونو اخیستلو په حال کې وو. په دغه برېد کې ۱۹ کسان (۴ ملکي او ۱۵ پوځي) ووژل شول.»

د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت وایي، هېواد کې د داعش ډلې شتون خورا محدود شوی  او په تېرو څلورو کلونو کې د داعش ډلې لسکونه پټنځایونه له منځه یوړل شوي دغه راز سلګونه داعشیان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

فصیح الدین فطرت د دفاع وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې زیاتوي چې هېواد کې د نورو ورته ډلو فعالیت هم نږدې صفر ته رسېدلی دی. 

د نړۍوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو له لوري د داعش او نورو ورته وسله‌والو ډلو د حضور په تړاو اندېښنې هغه څه وې\ چې د ملګرو ملتونو د غونډو په ګډون نږدې په هره سیمه‌ییزه او نړۍواله ناسته کې ترې اندېښنه ښودل شوې، خو اسلامي امارت هر ځل دغه اندېښنې په کلکه رد کړي او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد او ملت پرضد ونه کارول شي او هېوادونه دې د بې‌اساسه ادعاوو پرځای خپلې داخلي ستونزو ته په خپله حل لارې پيدا کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist