Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اقتصاد پوهان: د نړیوالو نغدې مرستې باید د درېیم هېواد پر ځای د افغانستان بانک له خوا ولګول شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/12

 د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، که له افغانستان سره د نړیوالو نغدي مرستې د داخلي مالي سیستم له لارې مصرف شي،د افغانستان بانکي نظام چې د سقوط له  ګواښ سره مخ دی، ژغورلی شي.

 دوی  ټېنګار کوي،چې نغدي مرستې دې د درېیم هېواد پرځای د افغانستان بانک له خوا ولګول شي.

اقتصادي چارو پوه نورالله عزیز وايي:« که چېرته د مصرف لړۍ د افغانستان د داخلي مالي نظام سیستم په مرسته ترسره شي،د افغانستان په داخلي مارکېټ کې باوري یم،چې دغه ۲۸۰ میلیونه ډالر به د افغانستان د مالي نظام په بیارغونه کې تر یو بریده رول ولوبوي.»

له ملګرو ملتونو سربېره د نړۍ یو شمېر هېوادونو او نړیوال بانک د افغانستان بشري ناورین مهار لپاره د ملیاردونو ډالرو بشري مرستې اعلان کړي،خو کمه اندازه یې افغانستان ته رواړل شوي او پر اړمنو وېشل شوې دي.

اقتصاد پوهان وایي، مرسته کېدونکې پیسې دې لومړی د افغانستان په مالي نظام کې جذب او بیا دې د خصوصي بانوکونو له خوا د افغانستان په داخلي مارکیټ کې مصرف شي،چې په دې سره به وکولی شي،تر یو بریده د افغانستان مالي نظام پیاوړی کړي، خو که په پاکستان یا نورو هېوادونو کې پرې اجناس واخېستل شي،بیا به یې ګټه زیاته  نه وي. 

اقتصاد پوه نورالله عزیز وايي:« اړینه ده،چې نورې مرستې هم ترسره شي،ځکه یوازې دغه مرسته ستونزې نه شي حل کولی،خو بیا هم که د مصرف لړۍ یې په داخل کې وي مالي نظام تر یوه  بریده پیاوړی کولی شي.»

دوی وایي، که دغه مرستې د تیر په څېر په درېیم هیواد کې مصرف شي، د افغانستان په مالي نظام اغیز نه شي کولی.

ومو غوښتل،د افغانستان بانک نظر هم ولرو،خو د مکررو اړیکو سره سره یې په دې تړاو نظر شریک نه کړ.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان- هندي چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پیاوړتیا خبرې کړې
افغانستان

افغان- هندي چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پیاوړتیا خبرې کړې

جولای 19, 2026
لوی درستیز: یفتل ولسوالۍ کې د تش په نوم جبهې غړي مهار او ونیول شول
افغانستان

لوی درستیز: یفتل ولسوالۍ کې د تش په نوم جبهې غړي مهار او ونیول شول

جولای 19, 2026
پاکستان خیبر پښتونخوا کې پر افغان کډوالو د وتلو فشارونه زیات کړي
افغانستان

پاکستان خیبر پښتونخوا کې پر افغان کډوالو د وتلو فشارونه زیات کړي

جولای 19, 2026
له نړۍ د اروپايي ټولنې غوښتنه: افغانستان مه هېروئ
افغانستان

له نړۍ د اروپايي ټولنې غوښتنه: افغانستان مه هېروئ

جولای 19, 2026
افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغان- هندي چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پیاوړتیا خبرې کړې

افغان- هندي چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پیاوړتیا خبرې کړې

جولای 19, 2026
لوی درستیز: یفتل ولسوالۍ کې د تش په نوم جبهې غړي مهار او ونیول شول

لوی درستیز: یفتل ولسوالۍ کې د تش په نوم جبهې غړي مهار او ونیول شول

جولای 19, 2026
پاکستان خیبر پښتونخوا کې پر افغان کډوالو د وتلو فشارونه زیات کړي

پاکستان خیبر پښتونخوا کې پر افغان کډوالو د وتلو فشارونه زیات کړي

جولای 19, 2026
له نړۍ د اروپايي ټولنې غوښتنه: افغانستان مه هېروئ

له نړۍ د اروپايي ټولنې غوښتنه: افغانستان مه هېروئ

جولای 19, 2026
افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist