Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ښاریان: د تېلو بیې لوړېدو مو پر کاروبار منفي اغېز کړی

کابل ښاریان: د تېلو بیې لوړېدو مو پر کاروبار منفي اغېز کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/14

د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت نسبي لوړوالي او د ايران او اسراییلو ترمنځ د جګړې پر درېدو سربېره هم د هېواد په بازارونو کې د پټرولو او ډیزلو بيې په لوړېدو دي چې دا مساله د خلکو او موټرچلوونکو لپاره پر يوې نوې ستونزې بدلېدونکې ده.

ځينې موټر چلوونکي د تېلو بيو لوړوالي ته په کتو وايي، اوس ‌مهال په کابل کې د يو لېټر پټرولو بيه له ۷۰ افغانيو هم اوښتې او ټينګار کوي چې د ناسم اقتصادي وضعيت په شتون کې د يادو بيو له امله نه شي کولی د خپلو موټرو او کورنيو لګښتونه پوره کړي.

ټکسي چلوونکی رفیع‌الله وايي:« پټرول قېمته دي، بیه یې نه شو پوره کولی، په دې ۱۰ او ۲۰ افغانیو کرایه باندې حتا خپل لګښت هم نه شو پوره کولی. له سهار تر ماښامه کار کوم، خو موټر ایله خپله لګښت پوره کوي، ماته څه نه پاتې کېږي. په کرايي کور کې اوسېږم، برېښنا، اوبه او هرڅه په پیسو اخلم، نو دا به څنګه پوره شي؟»

موټرچلوونکی حمیدالله وايي:« دولت باید پر تجارانو فشار راوړي چې د تېلو بیې ټیټې کړي. هرڅومره چې د تېلو بیې لوړېږي، نور توکي هم قېمته کېږي. د خلکو اقتصاد کمزوری دی، نه شي کولی له ۱۰ او ۲۰ ډېره کرایه ورکړي.»

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي د نفتي توکو او په ځانګړې توګه د تېلو بيې لوړوالي لامل ټرانزيټي ستونزې او پر وارداتو يې يو لړ نوي وضع شوي سټنډرډونه يادوي.

دوی زياتوي، اړوند ادارې اوس د ۹۲ پټرولو واردولو اجازه ورکوي چې يوازې روسيه يې لري او دغه کار د دې سبب شوي چې بيې يې لوړې شي.

 دوی له سرپرست حکومت غواړي چې دې ستونزې ته حل ‌لار پيدا کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي: « هو! تېل قېمته دي، خو اصلي علت دا دی چې د دولت او سوداګرو ترمنځ یوه مناقصه راغلې. موږ وړمه ورځ په دې اړه د سوداګرۍ له وزیر سره ناسته لرله او ریاست الوزرا ته هم دغه ستونزې رسول شوې دي. که د دې اساسي چاره ونه شي، زه فکر کوم تېل به نور هم قېمته شي.»               

د اقتصادي چارو شنونکي بيا غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت دې د نفتي توکو د بيو کنټرول لپاره د يادو توکو د احتکار د مخنيوي ترڅنګ له نورو هېوادونو سره هم د تېلو واردولو په اړه قراردادونه وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « دا ښکاره خبره ده چې عرضه کمه شي، تقضا لوړېږي او بیې هم پورته ځي. زه خبر لرم چې دا مهال افغانستان کې د تېلو ډېر سترې زېرمې شته، له دغو زېرمو د تېر په څېر تېل بازار ته وړاندې کېږي او قېمتونه پورته ځي، ترڅو ډېره ګټه ترې ترلاسه کړي. دا په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د خلکو پر وړاندې ډېر بند چلن دی.»             

ډېر کله د نفتي توکو د بيو لوړوالی د خوراکي او غير خوراکي توکو د بيو پر لوړوالي کې هم رول لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو په خبره، که يې د کنټرول هڅې ونه شي، ښايي په بازارونو کې د تېلو بيې شاوخوا ۱۰۰ افغانيو ته ورسېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist