Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عبدالله : افغانان سولې ته نږدې شوي دي

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/12

امریکا وایي، افغانستان کې سولې ته د رسیدو لپاره قوي اراده لري او د همدې لپاره یې خلیلزاد ټاکلی چې نظرونه همغږي کړي.

کابل کې د امریکا سفیر له افغان چارواکو سره په ګډه غونډه کې د سولې پروسه کې د افغان مېرمنو هڅې وستایلې.

اجرایه رییس د سولې وروستۍ هڅې هیله بښونکي یادې کړي او تمه یې ښودلې چې افغانان سولې ته نږدې شوي دي.

د سولې پروسې لپاره د افغان حکومت او امریکا ښکاره هڅو د دې پروسې بریا ته تمې زیاتې کړي، خو تراوسه د طالبانو له لوري داسې حرکت نه دی شوی چې دا خوبونه په رښتیا بدل کړي.

امریکا چې د جګړې او سولې اړخ یادیږي، اوس ټینګار کوي چې د سولې لپاره د قوي ارادې ښودلو لپاره یې خلیلزاد ټاکلی چې همغږي رامنځ ته کړي.

کابل کې د امریکا سفیر جان باس داسې ویلي  ((په افغانستان کې سوله د امریکا یو له مهمو لومړیتوبونو ده. موږ په دې تړاو دننه هېواد کې او له هیواده بهر هم د خلیلزاد په واسطه هڅې پيل کړي دي. موږ ډېر لېواله یو چې  د دې هېواد لپاره یو سولییز راتلونکی ووینو.))

اجرایه رییس هم چې د غونډې ویناوال و، د سولې وروستۍ هڅې یې هیله بښونکي یادې کړې او تمه یې وښوده چې افغانان سولې ته رسیدونکي دي.

له دې سره یو ځای د سولې عالي شورا مرستیالې نیوکه وکړه چې لا هم دولتي ادارو کې ښځو ته د پام وړ ونډه نه ده ورکړل شوې او په دې برخه کې لا ډيرو هڅو ته اړتیا ده.

د سولې پروسې د بریا لپاره حکومت د سولې عالي شورا تر څنګ د سه شنبې په ورځ د سولې عالي مشورتي بورد هم اعلان کړ چې نهه کمېټې او بیلابیلې سیاسي، جهادي او مخور کسان پکې شامل دي.

عالي مشورتي بورد به له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره چمتووالي نیسي او د دې بورد مشري به افغان ولسمشر کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist