Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د مزار شهرنو استوګنیزې پروژې د قبالو وېش پیل شو

بلخ کې د مزار شهرنو استوګنیزې پروژې د قبالو وېش پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/13

د بلخ ولایت  مزار شریف ښار د پراخوالي او ښاري استوګنې لپاره د نوي ښار پروژې د اسنادو ورکړې لړۍ پیل شوه.

مسوولین ډاډ ورکوي چې دغه استوګنیزه پروژه کې هېڅ ډول ستونزه نه شته او ښاریان دې په ډاډه زړه ورته راشي.

د مزار نوي ښار پروژې ساحوي انجینر جمال الدین میرزایي وايي: « دلته چې کومه ځمکه خرڅېږي، خپله د مالک له خوا یې پلورل کېږي او دا هغه کسان دي چې په ۱۳۰۱ کال کې یې دا ځمکه قباله کړې چې ځینې یې زر خرید او ځینې نورې خاک بدل دي، هېڅ ډول حقوقي ستونزه نه لري او خپله مالکان یې شته دي.»

د بلخ  مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس وايي: « نن د دې پروژې د پرانستې لیدونکي یو. دا د بلخ ولایت لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه ده. په دې پروژه کې داسې مدرسې دي چې د اوزبېکستانیانو له خوا جوړې شوې او دغه راز له پوهنتون او ښوونځیو نیولې تر هرڅه پورې امکانات لري.»

ځايي چارواکي خبر ورکوي چې د نوي ښار پروژې ټولې حقوقي ستونزې حل شوې او په رسمي بڼه يې د ځمکو اخیستونکو ته د شرعي قبالو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

بله خوا، یو شمېر سوداګر د ښار په شاوخوا کې د ورته ښارګوټو پرانیستل په ښار کې د ګڼې ګوڼې کمولو، سوداګرۍ او ښاري مېشتېدنې لپاره خورا مهم بولي.

د بلخ ولایت مقام د دفتر رییس مولوي فضل الربي فضلي وايي:« که په دې شهرک کې چا د شخصي ځمکې دعوه لرله هم په اړه یې فیصله شوې او خپل ځایونه به ورکول کېږي. همدارنګه که د دولتي ځمکو ستونزه وه، هغې لپاره هم حل لارې شته او شهرک به نور هېڅ ستونزه ونه لري.»

سوداګر اسدالله اسدي وايي:« په بلخ کې د ښارګوټو وېشل له څو اړخونو اهمیت لري. له اقتصادي، اجتماعي او امنیتي پلوه او دغه راز د نفوسو د ودې، اقلیمي مهاجرتونو او له ګاونډیو هېوادونو د اخراج شویو مهاجرانو د مدیریت له امله هم اهمیت لري.»

په ورته مهال، د مزارشريف ښار هغه شمېراوسېدونکي چې په دې ښارګوټي کې یې ځمکې اخیستې، خوښ دي چې د ځايي چارواکو له لوري پر دغو ځمکو شویو دعواوو ته یې حل لاره پیدا کړه او دوی ته یې د شرعي سندونو د وېش لړۍ پیل کړه.

د مزارشريف اوسېدونکی عبدالصبور وايي: « ډېر خوښ یم چې خپله قباله مې واخیسته. ځینو کسانو په دې اړه خبرې کولې چې دا ښارګوټی قانوني نه دی او نورې ستونزې لري، خو موږ نن خپلې شرعي قبالې د ټولو حکومتي ادارو په شتون کې ترلاسه کړې.»

د مزار ښار اوسېدونکی خلیل وايي: « ډېر خوشاله شوم چې زموږ ښارګوټی له جنجالونو خلاص شو او د خپلو نمرو شرعي قبالې مو ترلاسه کړې.»

د یادونې وړ ده چې مزارشريف ښار کې دغه نوی ښارګوټی پر شاوخوا ۷ زره جرېبه ځمکه جوړېږي چې دا مهال يې نږدې ۶۰ سلنه ځمکې پلورل شوې او د خلکو له لوري په کې د نویو کورونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist