Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د زندانونو چارو سمون اداره: په زندانونو کې د شکنجې ځای روزنیزو پروګرامونو نیولی

د زندانونو چارو سمون اداره: په زندانونو کې د شکنجې ځای روزنیزو پروګرامونو نیولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/12

د پلازمېنې کابل په شمول د ۳۳ ولایتونو د زندانونو رییسانو او آمرانو ته د رهبرۍ، ادارې د تنظیم او د زندانونو د سالمې ساتنې ترعنوان لاندې جوړ شوی ۱۵ ورځینی سیمینار پای ته ورسېده.

 د دې سیمینار په پای غونډه کې د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو چارواکو ګډون کړی و.

د زندانونو ولایتي او مرکزي رییسانو ته د دې ورکړل شوي سیمینار موخه د زندانونو د ساتنې او اداري چارو د سمون ترڅنګ، له زندانیانو سره ښه چلن یاد شوی.

د زندانونو چارو سمون ادارې د کارکوونکو چارو رییس ضیا الرحمان سید وايي: « له دې سیمینار هدف دا دی چې د ۳۴ ولایتونو مسوولینو یا مرستیالانو ته له بندیانو سره د سم او اسلامي چلن لارې ور زده کړو. له بندیانو سره باید اسلامي چلن او ښه برخورد وشي، زنداني ته تکلیف ونه رسېږي، وږی او تږی پاتې نه شي.»

په ورته مهال، د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د شکایتونو اورېدلو چارو معین مولوي صدیق الله وايي، له مجرم د محکمې د پریکړې پر اساس آزادي اخیستل شوې چې همدا یې د اصلاح لپاره ستر تعزیب دی او له دې پرته په زندانونو کې ورسره ناسم چلن او ربړونه په اسلام کې نه شته.

هغه زیاتوي:« څنګه چې محکمې دوی ته حکم وکړ، دا د ده د تأدیب او اصلاح لپاره کافي او شافي دی. له دې ها خوا ګواښل، لوږې تندې پرې زغمل او شکنجې ورکول د اسلام په دین کې نه شته.»

د زندانونو چارو سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال لوی پاسوال حبیب الله بدر د افغانستان په ټولو زندانونو کې د زندانیانو شکنجه او ربړونه په کلکه ردوي او زیاتوي، چاته اجازه هم نه ورکوي چې له بندیانو سره ناسم چلن وکړي.

بدر وايي، که داسې موارد په لاس ورشي چې بندیان شکنجه شوي، له عاملان به یې د قانون منګولو ته وسپاري.

بدر زیاته کړه:« هېچا ته به اجازه هم ورنه کړم چې زندانونو چارو سمون اداره کې محبوسینو ته وهل، ټکول او تعذیر ورکول ورکړي. دا مې رسنیو کې هم ویلي او نمایشي حرکتونه نه ترسره کوم. که چا ته معلوم وي، د زندانونو چارو سمون ادارې ته دې راشي، زه به عاملین سبا عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارم. که دا سرباز وي، که قوماندان وي، که رییس یا جنرال.»

د سیمینار ګډونوال بیا خوښ دي او زیاتوي چې له زندانیانو سره د چلن او اداري چارو د سمون په برخه کې له ۱۵ ورځیني ورکشاب داسې مسایل زده کړي چې په عملي چارو کې ورته ګټور تمامېدای شي.

د پروان ولایت د زندان رییس عبدالرحیم احد وايي: « موږ په دې پوه شوو چې څه ډول له خپلې رهبرۍ او ماتحت سره چلن وکړو، خپله اداره څه ډول کنټرول کړو، ادارې کارونه څنګه تنیظم کړو، د محبوسینو خدمت څه ډول وکړو او څه ډول یې روزنه ترسره کړو.»

په ټوله کې د زندانونو چارو سمون ادارې سپارښتنه دا وه چې باید د زندانونو مسوولین خپلې چارې په سمه توګه پرمخ یوسي او د بندیانو د اصلاح لپاره جدي کار وکړي، ترڅو سالم انسانان  ټولنې ته وړاندې شي.

چارواکي وايي، په تېرو څو کالو کې له ۳ زرو زیات زندانیان د قرانکریم د حفظ له دورې فارغ شوي او زرګونه نورو ته په زندانونو کې حرفوي زده کړې ورکړل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist